(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښاغلی علی خان شعرونه تازه شول

دیرس کلونه به لیبیاکی دا د یــرس کـلوکی پـوشوم چی پردی وطن خپل نشی که ټول عـمر بهروی څـوک ټاټوبی یی بـل نه شی د نـیا نــــه تــرعـقبانــه مـــحبت د وطــن زړه کــی بـاوروکـړی یـارانـو په هـیڅ شی به بـدل نه شی لـیبیا دی نــړی تــاج ده په غـیرت وپـه اخـلاق کـی خــوګـرانی پښتونـخـوا ته دی هیچا رسیـدل نه شی دهـــری ورځـی پـای کــی د (لـوګر) دره را یـاد شـی دا ټـــولــه (افـریـقـا) بــه بــرابـره (کا بـل) نه شی فــلمونـه دی(الاسـکا) پـه وارو ډک په (بـنغازی) کـی ښکلی یی رسیــد لی دسا لنــګ تــر ځنـګل نه شی پــه خیال چـه رایاد شی د (هـندوکوش) دغــروسرونه غـونډ یو غوندی غروته په صحرا کی کتل نه شی تـورپوستی اوسـپین پـوسـتی افـریقاکی ښـکلی نـجـونه هیڅـــکـله رسیــدی دی پښتـنی تــراوربـل نـه شی شــفا بـه دی وطــن پـه باد نـاروغـه (علـی خان) شـم بی بوټودی(خیبر) نه می په نـورڅه درمل نـه شی

نام وننګ شــمال دغـرغـری لره که ســرمی هـم وردنګ شی ستامینه کی یم خوښ که بدن ټول په وینو رنګ شی پوهــیږم چه به مـړشـم خو پـروامـی د مرګ نـشته ډیـــوه بانـــدی مین راتـه پـه سترګــوکی پتنګ شـی دمینـــــی شـــروشــور دمیــنا نــــو ګا نـــه بــــولــم نـــه داچـه مــړو ندوکی دبنګړیـوشـوروشرنګ شی دمینـی بســترمالــره ازغـی ده زه پــری پــروت یـم انصاف دمینی نـده چه ستاخوب پـه سره پالنګ شی پــه لاره کی روان یمه چـه ســتا وصــال رایاد شی ټـکری خـورم دتیګـواوپښـوتــرمنځ مـی جــنګ شی دمــرګ داوازونــو تــورغـوبل رابانــدی جـــوړشی په سترګوکی می ستا دمخ بریښناهم هغه درنګ شی دخــدای لارکــی شهیدیمه ارمـان به مــی پـوره شی که ستاچتراوربل می پـه زیـړی مخ باندی ړنګ شی دخــدای پــــه مــحبت کــی که نـاکام پـه د دنیـاشــی نـورچیرته به په ږوند کی ورتـه پاتی نام وننګ شی ورســتی سلــګی بـــه زمــاپه ارامی ســره وخـیږی که سروعزرایل می ستاپه غیږکی څنګ ترڅنګ شی پـــه قــــبر مـــی کــچکـول دمیــنی ؤزړوه راشــــه دیـدن ستاپـس لـه مرګـه (علی خـان) لـره قلنګ شی

دشاعرانو محفل یــــومحــفل دشاعـــرانــو مـــی په خوب لیــــد ویل مـی ای یـارانوشعرراته تعریف کړی (خوشحال) وویل دی وطن مینه پــه زړه کــی پــه نـیزه امـیل ســـرونـه د حــریف کـړی (رحمان)څنګ کی سترګی سری راواړولــــی ماویــل ای بابـا د ستـا نظـــربــه څـه وی؟ هـــغه وویل حـقـیقــی میـنـــی تــه زړه کـــــی دی دنیــا د طـوفـانـونـو خطـــر څــه وې ؟ سـر راپــورتـه نازک خیال (حمید)پـه وروکــه ما ویــل، ای بابا بخـــښه تــه څـه وا یی؟ ویل خون اب دزخمی ړزه کـه وی بیا شعـرده نـورسـتا واک هـــرکلام تـه چه شعـروایی نـسترن غـــوندی (اجمل) راتــه مسکــی شـــو ویـــل مــی ته څه وایی ای پـه زړه کبابه ؟ ویــل یــی شعــردازادږوند لــوبغــاړی بــــوله چــه اسیـر دغـــلامـی ویښ کـی له خوابه بـیایــی وویـل ځـــوانــه تـه راتـه څـه وایـــی؟ مــاویـل شـعرپه درد مـنوزړوکـــی درد ده هـــــرویل چــه تـخـنونکـــی داحـســـــاس وی کـه لـفظونـه که جـملـی وی او کـه فـرد ده پـه وروورومی سترګی لوڅــــی را بیدارشـوم چــه تـرڅنګه نــه محـفل وم نــه یـاران وم لــه قلـم ولـه کا غــذ ســره ځـــان مـــل شــوم نـیـمه شـپــه یـــوازی پــاتـی(علی خان)وم

د برم ځوانان چـی پښتوبــانــدی مــــیـن وُه نن هـــــــغه مــینان چیـری چـی پښتوبــــه یـی ساتـــــــله نن هــــــغه اتـــلان چیری دپښتـون سربـی چـی لـوړکـه نن هـــــغه مشران چـیـری چی په نوم بانـدی یـی ویـاړو نن هـــــغه بابـاګان چیـری چـی دښمـن ورتـه حیـران وُه نن هــــغه بـادوران چیری دډهلی په تخـت بـه کښیناست نن هغه توریالیـان چـیـری چـی تـهـران ورتــه تـابـع وه نـن هـغه جنګیالیان چیـری دپښتـون سربـی چـی لـوړکـه زموږدبرم ځوانـان چیـری چی پښتوتـه بـی خـدمـت کـړ نـن هـغـه مالداران چـیـری ګـــوډی و مـاتی بـی تــړلــی نـن هـغـه بوډاګـان چـیـری چی وطن به یی زرغون کـه نـن هـــغه بـزګـران چـیری چـی تاریخ یی خیانـت لیکـی نن هـــغـه خایـنـان چـیـری چـی پښتـو بـه یـی ایمـان وه نـن هـــغـه افغـانـان چـیری چی پښتون به یی راویښ که نـن هـغـه شـاعـران چـیری ځـلیـدل بـــــه لـکـه ستــوری نــن هـــغه ادیبـان چــیـری کبـــــیر ســــتوری دپـښتـووُه نـــن دانـورداسمـان چـیـری چی پښتو یی ژوند ومرګ وه نــن هـــغـه پـټانـان چـیـری مـوږمــړه یـوپـــه ژونـدوکـی کـوره نـورانسـانـان چـیری زه یــــــوازی پـــه نــارویـــم وروڼه نورد(علیخان)چیری

کابله خفه مه شه بـــاران درا کــــټونــو پــه کــابـل بـانـــــدی اوریــږی پـه هــرکـورکی شهیـد وی پـه ســروویـنـوکی لمبیږی پــه د فـــکرکـــی نـه یـوچــــه کابـل څـنګـه ابــــادکــو کــورونـــه ودکانـــونـــه کـــنـډوالــوبــانـدی بـد لـیـږی کابـــــل دی ښـــایسته افغـــانستان دغـــرونــــوزړه ده دی ږوند هیله به څه وی چـه دی ږړه خونه ورانـیږی کابـــل کـی دی(انـګریـزانو)و( روسـانو)بــرم مـات شو نـن بــرم دی کابــل دی چـا پــه لاس ده چــه مـا تــیـږ کابــــل دی افـــــغـانـانـــو کــــرامـت وشـــــــرافـت ده بـیـاولــی دغـه دواړه تـر پښـو ږمـونـګ لانـدی کـیږی مــوږځـان تــه افـغانـان وا یــو دی افـسوس خــبره داده شرف دی افغانـیت مـوخـود خـوا هــیو نـه شـر مـیږی تــاریخ مـود سـقاوپه زوی دی غــلـه صــفت ورایښــی اوس هرقومـندان ګـوره د (سقاو) زوی تری جوړیږی دی خــدای اودرسـول کتـاب څــوکی بانــدی بـدل شـو بـرباد نــوم دی جهاد شـوخپل پـردی ورتـه حیرانیږی راځــی چــه لــږدی پـاک اللـه عــذاب نـه ؤویــریــږو تــرڅــوبـه بــی ګنـاه ویـنـی پــه هــرکــورکـی تـویـږ د لــوی څـښتن کتــاب کـی بـی ګـناه وږل حـــرام دی بیا څنـکه مسلمان وی چـه پـه خپـل دیـن نه پـوهیـږی کابــله خـــفـه مـه شـه تابـه خــدا ی راتـه ودان کــړی تـاریخ چی(علی خان)ګوری تاکی هـرزورګیرماتیږی

لکه ستوری په پښتوباندی مین یم * پــه پښتــو وپښتـونــوالې بــه پتمن یم دکبیرد پښتوبڼ ته می سلام شــه * زه(علی خان)ګل دهغه دلوی ګلشن یم

نسکور مخ شاعری می خوښیده زړه می تری تور شـو چـه سپین مــخ د تاپه خاوروکی نسکورشو زمـا د شعـر اوشاعـری کاڼه خـــو تــه وی بــی لـه تانـه اوس شـعـرونـه راتـه اورشـو کاشکـی نـه کـی وای لیکلـی پـه کـتاب کـی چــه کـتل یــی راتـه غــم د پاسـه نـور شــو ستا وصا ل بــه سعـاد ت شـو راته کورکی پـه بیلتون د ې اسـمان ځـمکه راته اور شو بـی لـه تا مـی ددنیــا ږوند نه خــو ښــیږی ژونـد مـی ستا په جـدایی کی شرو شورشو تــوری شــپی به مـی لـه تـا ســره رڼــاوی بـی لـه تا په سپین سبا مـی تیاره کـور شـو زه ملـیارغـوندی پـه هیلـه درتـه ناسـت وم ډیــر افـسوس د امـید بـڼ کـله سـمسور شـو د اسمـــان وریځـوپـری هــلته بـاران وکــه چـه اهـاړنه زمـا د ناز ګل سوی سکورشو دارحــمت یـــی دانسان لـه بــی رحـمـی وه چـه په غــد ر یـی بـد ل مفهوم د ورورشو پـه څارویـوکی احساس د زړه سـوی وشـی خـو انسان تـه کـرامت یـی خپل پیــغورشو چه د ږوند په ځای د مرګ وسایل جوړکی عــواطف دانسـانیت تـه یــی مـخ تــورشـو ســرورلانــــدی د ظالـم شـــه (علـی خـانـه) کـه د (میګ) په الـوتکه کی څوک سپورشو

Ali Khan
-
بېرته شاته