(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مورې

لاس دې پــــــــــــــــورته کړه دوعا راکړه ای مورې ژوند کی ستړی يمه ســــــــــــــــــاه راکړه ای مورې د غمونه ستړی زړه مې ا رام غواړي يتم مخ ته می خنـــــــــــــــــــــــــــــدا راکړه ای مورې مورې اې زما ګرانې قدردانې مورې ټوله نړۍکې قهرمانې مورې پيغمبران هم ستادغيږې بچي د ټو ل دنړۍ د ليډرانو مور يې **** مورې ماشومه وم تا لويه کړمه دژونداخلاق سره دپويه کړمه دنيمو شپو دالله هو سندرې په جان قربان کې دللو سندرې **** تا لاالا او الا الله وښوده تا راته نوم دپاک مولا وښوده په تورو شپو کې به چې وژړيدم تابه خندا کې سپين سبا وښوده **** مورې چې زه دلارې تګ شولمه يوه سره ګلاب په شانته وغوړيدې ماچې وړې وړې خبرۍ کول ته به ګړۍ په ګړۍ وخنديدې **** تابه ويل چې ډيوه ګې شې لورې زما ارمانونو ته زولۍ شې لورې په لپه لپه به دوعاګانۍ درکړم که ته قابله دسيالې شې لورې **** مورجانې هو زه ډيوګۍ شولم ستا ارمانونو ته زولې شولم پردې وطن کې شهزادګۍ شولم پرديسي ژوندته مې سلګۍ شولم **** اوس دملکونو مسافر ه يمه تا ليداې نشم ډير اوتره يمه په نيمو شپوکې راته ته ياديږې قسم په خداې چې هرغرمه ياديږې **** زه چې سهار دکوره ووځمه ستا ددوعا په تمه شاته ګورم مخ چې مې اړومه هيڅوک نه وي يو څورڼۍ اوښکې رڼا ته کورم **** دماشومتوب دشپۍ سبامې يادشي ستاپه لاسنو کې دوعا مې ياد شي رڼۍ رڼۍ اوښکې په مخ مې راشي ستادخوږې مينې مسکامې يادشي **** مورې دوعاګانو کې مې مه هيروه غواړم چې در شمه کمکۍ مې کړه بيا مې په خپله مينه ونازوه بيا يو ماشوم او پروني مې کړه **** ماته په کټ کټ په خندا شه مورې لاسونه پورته په دوعا شه مورې پردي وطن مسافرو وخوړم دغربت ژوند په ناکردو وخوړم **** مورجانې نوم ته دې سلام کومه ستا دديدن اميد مدام کومه تا دټولڼۍ ډاکتران ١*وروزل ډير احترام ستا دمقام کومه **** اې دټولنۍ قهرمانې مورې په زړه منلې راته ګرانې مورې ستا قدمو ته سپيلنۍ شمه ز ه ته دحفيظ دزړه ارمان يې مورې

زماموردهغوقهرمانوميندودجملې څخه يوه مورده چې خپل ټولنۍ ته -
بېرته شاته