(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

بیا ماښام شو بیا دستوروپسی ګرځم په تورتم کی دشمکورو پسی ګرځم خپل یاران می په پرد یو لارو لاړل خپلو پریښی یم په نورو پسی ګرځم چی په مینه کی تورن دي هغه ګورم محبت کی د مختورو پسی ګرځم چی په وچو ویالو بیا اوبه راایله کړي چی یوځای شي دکمزورو پسی ګرځم غوړو څڼوسرو لاسونو نه بیزار یم سپوری شونډې سپورو سپورو پسی ګرځم په هیڅ حال کی می هیر نه شولی جانانه په هر لوري ستا دلورو پسی ګرځم خدمتګار په فکر ځوان په تن سپین ږیرئ وایی کعبه کی دمیخورو پسی ګرځم

محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی ناروی -
بېرته شاته