(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

دچـــا تېرى زغملى نـــــــه شمــــــــه زما پـــــــه خاوره خالقه ږدمـــــــــه ككــــــرۍ دپښتونخوا پـــــه خاوره وچـــاتــــه حق دخپل ناموس اوغيـــــرت نـــه وركوم دلته خونـــــه پرېږدمـــــه هڅـــــــوك دبابا پــــه خاوره موږحق پرسته يــــــو،دچاپــــــه حق غاصبه نــه يـــــو ګرانه ! شندلي مــــــــــوسرونــــــه دي بلا پـــــه خاوره ته كــــــه د ورورمخې تـــــــه ودرې تاوان بـــــــه وكړې واك به دي نه وي هسي ژوندبه كړې سبا پـــه خاوره نـــــن يې دګلـــــوپــــــرځاى سرې سكـــــــروټې وكرلې اسمانه ! وركـــــــه شوه دلمرهغـــــــه ښكلا پـــه خاوره راځي بـــــــه زما مزارتـــــــه خلګ د دوعا پــــــه خاطر چرته كــــــه مړشومــــــه رښتنى پـــــه رېښتياپه خاوره اې بشرملــــــه وخت بـــــــه دارنګه بدل شي بېرتــــــــه كچكول بــــــه ګرزوي ملنګ بــــــه وي باچا په خاوره

-
بېرته شاته