(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

هر څه دي خداي وركړي خو نيتونه يي ښـــــــــه نه دي مخونه يې تك سپين دي ولي زړونه يې ښـــــه نه دي ددوي په ژبه قول چي بېخي باور ونه كــــــــــــــــــــــــړې داخلګ ګفتارښه كړي،عملونه يې ښــــــــــــــــــه نه دي اوس هم پكي ورور پاسي كړي دورورسره جنـــګونه داكور ډير ښايسته دئ ديوالونه يې ښـــــــــــــــه نه دي زموږ ورسره هاغسي دفكر تضاد شتــــــــــــــــــــــه دئ زموږ باچا خوله ښه لري كارونه يې ښـــــــــــــــــه نه دي غاصبه له تا مخكې دلته ډير توبه ګار شــــــــــــــــــوي چي ما ګوزار وركړى پر هرونه يي ښـــــــــــــــــــه نه دي يو ځل كه ترې فنا شوې بيا دي نه كــــــــــــوي پوښتنه كوچيه آشنا ښه دئ عادتونه يي ښــــــــــــــــــــــــه نه دي رښتياتاداخبره خپل کوچني ريبيـــــــــــــــــــــارته کړې کوچى راباندي ګران دى خوشعرونه ئې ښـــــــه نه دي

لېږونکى : رفيع الله مندوخېل -
بېرته شاته