(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مشرتوب

چی سر لښکر دلښکر نه وي ټول لښکر ماتیږي لکه په تن کی چی سر نه وي په خپل سر ماتیږي هر هغه قوم چی مشر نه لري سر پوښ نه لري ولس چی هر څوتوریالئ وي ور په ور ماتیږي پښتون چی کله په کور ټول ؤ منطقه ټوله وه غلیم تقسیم په لر اوبرکړو لر او بر ماتیږي کابل يي وران کړولايي خوا،ورباندې نه ده سړه اوس به می سوات او ملکنډ یا پیښور ماتیږي په لوي کندار شوبلې ورسمې دي پښتونه اشنا سبا پکتیا بیا ننګرهار هم مقدر ماتیږي دپیښور پښتون ویزه اخلي کابل ته درومي ځکه آمو نه تر آټکه یو ټبر ماتیږي پښتونه څوچی دخپل کور یووالئ بیا جوړ نه کړې دا مصلحت دئ چی دې نوم په سمه اوغر ماتیږي زمونږ مُلا چی ترهګرشو دا د بل چا کار ؤ اوس داغزي غوندې په خپل ځان او ځیګر ماتیږي دخد متګارولس جګړ ه له هرغلیمه ګټي خوله نفاقه دخبرو په ډګر ماتیږي

محمدیوسف خدمتګارمزدورزوی ناروی -
بېرته شاته