(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نه مې جرګې شته نه مې هاغه شملور پښتانه

نن چې د یو کوره لوګی د تنور پورته نه شو ما وې که خلک له دې کلي نه په کډه تلي د بر کنډاو په تور ګړنګ توره خارو ناسته وه خو د پخوا په شان په خله کې ي سندره نه وه په هر پټي کې مالکونډۍ او کاريزې ولاړې دسرو غانټولو قطارونه په نظر نه راتلل دسرو منګو ماتو کودرو راته ځکه ژړل چې ي په خوا کې د ګودر په سينه اور بلېدو نه درمندونو کې رشې وې نه دلۍ ښکارېدې نه په ډبه باندې پيتاوی ته د خلکو ټولګی شاړې حجرې د پخوانی دور ارمان کولو دوړو ته زوړند وو يو ګټ کې بې تارونو رباب نه مې د توت سيوری ته کټ نه مې چيلم وليدو نه کروندې وې نه لوونه په اشرو کيدل نه د قلبې تکړه غوايان شته د ديقان په کور کې هغه ايوه شته نه جغ او نه خاښۍ چرته کې نه د چرګۍ په غاړه بيا کوړمه راغونډه شوله نه په خانک کې شته ليټۍ نه د غوړو ډنډونه نه د رباب او منګي غرب شته نه ژړا د ستار نه د غرسه جانان شپيلۍ زما تر غوږو شوله. نه چلغوزي شته د نخترو نه پرګی د سيړو نه مې شپونکے وليده نه هغه رمې په غره کې نه په ودونو کې دسرو لاسو اتڼې کيږي نه مې د غم په وخت کې ساندې تر غوږونو شولې نه په اخترو کې سيلونه او ټالونه شته دی نه دېوالګو باندې د ګوتو د مټۍ ګلونه نه په شپلونو باندې شته د لولکو سيلونه نه په نکريزو سره لاسونه نه خالونه په مخ نه مې اوګۍ نه مې چارګل نه مې پيزوان وليده نه د کخي خله کې ټپه شته نه جواب د ټپې نه پورې چم کې د تنمبلونو اوازونه خيژی نه مې په دې سيمه د دروزې څپلۍ ولېدلې نه اوس په ژرنده کې دانو ته خلک شپې روڼوي نه ترېو لاوڼ شته نه پيتي او نه کټوۍ د شومبلو نه د ميچنو تاويدلو اوازونه شته دی نه غلبيلونه شته دی نه هغه چجونه چرته نه په توڼو او دروازو باندې ژور ګلونه نه نظرماتی له لوګی شول سپيلنی او نمير نه مې جرګې شته نه مې هاغه شملور پښتانه نه هغه يار شته چې د يار په سر کي سر ورکوي ما عندليب له خپل زړګي دا مشوره راکړله نامرده ځه له دې وطنه دلته څه پاتې

-
بېرته شاته