(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پيوند

پيوند پيوند كالى مې مه ګوره زړګى مې ګوره په لباس نه ده غيرتې ښائسته تندى مې ګوره په شونډو نشته ده خندا زخمې زخمې شو وطن يمه مشغول په ټكورونو خوږ لالى مې ګوره زۀ چى هر كله ليونى ستا په كوڅو كښې ګرځم ګريوان ته مه ګوره په پشه تللى ازغى مې ګوره د تاريخ پاڼو ته مې لګ په زير او زوراو ګوره د تورې شرنګ بيا هيبت ناكه ليونى مې ګوره وس چه په زړۀ باندى زخمې يم اُميدونه لرم ژوند د مړانى دنيكه لږ پخوانى مې ګوره سترګى مې سرى دى د خړسترګو ياري نه كومه دهمت نښه لرم ول په ول پټكى مې ګوره چه د نيكه په پل روان يمه قدم په قدم نو توتاخيله! په غليم باندي برى مې ګوره

-
بېرته شاته