(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

آزاد افغانستا ن

چــې کلــــه ګل کلــــه بوستان يــادوم زه مــــې د خــــوږ زړګې جانان يادوم څوک به سپيڅلې د يار مينه ستايي زه هـــم نرګس سره بوستان يادوم زمــــا قــــلم او مــــحبت معلوم دی جنګ نه نفرت زه خپل آ رمان يادوم ټوپکه مات ،ظالمه سر دې وخورې زه مې په ســــوله کې ايمان يادوم يواځې جنګ ندی چې لار پيدا کړي زه پــــه قــــلم د ژوند داستان يادوم جنګ تباهي ده جنګ وحشت راولي د قــــاتــــلانــــو تير زمــــان يــــادوم دا چــې غليم مې په بــاغونو ګرځي پــــه اتفاق کــــې غليم وران يادوم چې شل په سلو کې قدرت غواړي دوی زه پــــه لستوڼې کــــې ماران يادوم دا دپــــردو استــــخبـــاراتــــی ادارو ښکاره او پت جیره خوران یادووم دا وزارت خــــو د خدمت موخه ده دا د چوکی ټيــــکه داران يــــادوم راشه چــــې غــــاړه شو غړی شو سره په ورورۍ هــــر مشکل اسان يادوم افغانــــه پريــــګده د توپــک خبره پـــه هوښاري بـُـرد د ميدان يادوم راځه چې لاس د ورورۍ ورکو سره د ازوريــــدلــــي افغانــــان يـــادوم زه دښمـــني د ټوپک مار سره کړم نه چې د دين خدمت ګاران يادوم ټوپک دې پريږده سترګې خلاصې که نور والصلح خير پــــه نوم قــــران يادوم افغاني يــــوکــړه دا خواره قومونه بــــيا به ازاد افغانستا ن يــــادوم

م .کال ٧ - ٧ - ٢٠١ مهاجرت -
بېرته شاته