(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مونږه هسې خداي ساتی

نور څه نه وايم زياتی مونږه هسې خداي ساتی هره چاره په اټکل هره چغه جذ باتی زما لاسو کې ګرېوان ستا په لاسو کې بياتی نشته تله د انصاف د شعور دلته قاتی هغه جوړ شو نن جلاد چې پرون وو خيراتی په پنځه روپۍ جنت رابښخلی اسقاتی څوک روان دي په لکير څوک پيدا حادثاتی قام دې ډوب شی په درياب هر يو سوچ کوی ذاتی جوړوې ترې څنګ يو قام چې تعليم دے طبقاتی نه پوهيږی په رموز خوښوی شور اڼاتی په نظر کې د نادان غزل هغه خلک چې د مينې کر له راشی په سر سترګو دې زما دوتر له راشی شر مې بدی شی خو څه وکړم عالمه چې سړی راپسې کور ته شر له راشی په خمار کې د سکون خواږه پيدا شی له نظره چې نشه نظر له راشی خپل مين په کاڼو مه وله جانانه د چنې نه به دې چرته ور له راشی د خپل فکر لنډ الوت ته فکر يوړم که هر څو په بره ځی دلبر له راشی د ورڼی نه تر کفنه پورې زغل دی خوار انسان دغه لنډی سفر له راشی يا نغمه شی عندليبه يا شعرونه د زړه درد چې دې د ګوتو سر له راشی شوکه عالمه په رڼا ورځې مې شوکه اونيوه زړګی مې د قاتل نظر ملوکه اونيوه دا منم د خپل سر مې دومره نه دے کړے فام دا نه منم چې چا مې د غر سو که اونيوه د جبر د باز پنجې که تيرې وې شوې کږې زما د پرهر شونډو ترې مخوکه اونيوه د نوی تاريخ پاڼه چې مې نه وه د لوستو قيصه مې ورته بيا د زاړه ټوکه اونيوه کږه ده ښه پرې پوهه يم روان يم عندليب دا لار مې د اشنا د بد سلوکه اونيوه زړه به مې چرته بوځی يا می ګودر ته بو ځی يا مي خړ غر ته بوځی يا اباديانې کووم يا مې سنګړ ته بوځی فکر که وياړی خير دے زړه به مې چرته بوځی ----------------------------------- اوږد سفر هم رانه اوږده خوبونه غواړی څه ثوابونه غواړی څه ګناهونه غواړی د خپل جانان لټون خو ډېر اندازونه غواړی -------------------------- شيخه ما مه ګرمه وه چې ميخانې لو ټمه زه په خزان خزان کې ښې خزانې لوټمه ته په باغونو مړ ي زه ويرانې لوټمه ---------------------- نه مې ازغی پکار دی نه دې ګلونه غواړم زه د جانان د کلی تاوده بادونه غواړم بيا مې په خپله شړۍ اوږده خوبونه غواړم -------------------------------- زر ي ډير زر اوبايلل زور ي بلا ډير دے غم د سحر نه کوی غم د بيګاه ډير دے په مرګ ختميږی کله پخت د بابا ډير دے ----------------------------- سکون د نوی دور توندۍ په مخه کړلو ښه زورور پهلوان سيلۍ په مخه کړلو بابا که ډير وو تکړه ابۍ په مخه کړلو ----------------------------------- چابه تدبير رټلو چابه نصيب پړ کړ ما ليده ځان کې کمے تابه رقيب پړ کړ ښکاری تورتم د جهل بيا عندليب پړ کړ ------------------------------ ما دې د خپلې چوپړۍ زيړ مازيګر ته بوځی

فضل حکيم عندليب تالاش دير -
بېرته شاته