(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عالمی ضمير په نوم

انتخاب عندليب دير

زه د تيرو او ظلمتونو ازلی دښمن يم لکه د نمر مې هميشه د شپې ځيګر څيرلی ما په خپل ځان لمبې ګاللی زما زړه سوزيده خو مې د شپې حجاب د څړيکو په خنجر څيرلی زه د جهان چمن له تل د پسرلی وريځ ووم زما ژړا د ګل کليو ته مسيدل اوبخښل زما خولو انسان له نوی راحتونه راوړل هر کله هر ځاي چې انسان ته خطره پيښه وه د سړيتوب د احترام هغه سنګر کې زه ووم د حريت په نوم چې هر چرته بيرغ جګ شوی که ورته اوګورې تر لاندې ي لښکر کې زه ووم هر هغه غشی چې ي نښه د انسان شرف وه ما په ټټر ايسارولو ما ي تاو سوړ کړ هر يو وږ سترګے چې ادم نه ي مريی جوړوو ما له مرۍ ونيوه ما هغه په سر موړ کړ ما د يونان سړی خواره په سړیتوب پوهه کړه زما د سواته سکندر دغه سبق واخستو نن چې مغرب د انسانی شرف چراغ بلوی د رڼا پور ي د مشرق له دې شفق واخستو چې د شماله د تهذيب د قاتلانو لښکر د انسانی وينې په بوي پسې عالم پره کړ عجم ي وشپيللو نيم يورپ ي وځبيښلو خو چې په ما راغے نو ما په هر قدم پره کړ چې د حکم ځامنو حکم د حق پريښودلو چې ي د عدل له اصولو ځنې څنګ اوکړو زه ووم چې پاڅيدم د حق د حمايت د پاره د پيغمبر په کورنۍ باندې مې ننګ اوکړو ما د انسان د اذادۍ مشال په لاس ونيوو د استعمار د لښکرونو مې يرغل تم کړ زما شهاب د هر شيطان په خونه اور بل کړ د هر ديو دوا ي وکړه هم ي دد سم کړ چې له سهيله اهرمن په چپاوونو راغی په نورانی ګلشن چې سيورے د تيرو سيوا شه په پانی پت مې ورته پته د خپل پت ورکړله که بالاجی وه رانسکور شولو تالا والا شو بيا چې شين سترګی او سورمخی استعمار زما نه شنه شنه لوګی او سرې لمبې د استبداد تاو کړې زما شنو شونډو ځلمو سرې وينې ارزانې کړلې د ازادۍ په محبت کې ي ځوانۍ داو کړې چې په څلور کنجه دنيا کې غلبله جوړه شوه له هرې خوا نه په تهذيب باندې ټکونه وشو په هره سيمه چې اورونه د ظلمونو بل شو او د بشر په مستقبل باندې شکونه وشو نو د برما بوختو کې زه ووم چې ونه ښوييدم د افريقې په صحراګانو وار خطا نه شومه په جزيرو کې لغړيدم په کهسارونو ختم د بلاګانو مخ کې هيچرې په شا نه شومه زه د ځبيښلی سړيتوب د ارتقا د پاره په هر مقام په خپلو وينو لمبيدلی يمه سمندرونو زما عزم ته سلام کړی دی د کوم مشکل په وخت کې وايه تمبيدلی يمه تر خپله وسه د مظلوم په مرسته ټينګ يم ولاړ الجزاير وپښتۍ اوګورۍ کشمير څه واي نن چې په ما ده نو په ما ده په ارام پراته يۍ يه د دنېا اولسه ؛ تاسو ته ضمير څه واي ؟

-
بېرته شاته