(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

دا ده ګلونو ده بهار لوپټه ستا ده مقیشو د سینګار لوپټه چه خوشبویانې د سپرلې خورې شوې چا ئې کړه پورته د رخسار لوپټه ستا د دیدن په یو ارمان زاړه شوه زما په سر ده انتظار لوپټه پکښې پیوندونه د غربت ښکارې زما شلیدلې تا رپه تار لوپټه نرۍ نرۍ ده پکښې ټوله ښکارم اشنا راوړې ده د ښار لوپټه چه ده حیا او ده عزت وي ساده! ماله یوه داسې ده پکار لوپټه

Ghazal By:Habib Ullah -
بېرته شاته