(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بدقسمته ښځه

چې پيدا شومه دادا په ما خپه شو هم زړه ادکۍ نيا په ما خپه شوه دقسمت داول ورځ تندۍ کې ګونځه توبه توبه ټول دونيا په ما خپه شول **** چې لږ لويه شوم ما وويلې مورکۍ ته دمکتب دشوق کيسه خپلې ادې ته مورکۍ وويل بابا نه به دی پوښتم بابا وويل نورغوږ مه ږ ده دې انجلۍ ته **** د مورکې سترکوته اوښکه ژړا زه شوم خوار قسمته د ډير خولو واويلا زه شوم په وې وې باندې مې پيل دژوند سبا شوه تر هغه چې دځوانې يوه ښکلا زه شوم **** دهر ځوان د زړګي مينې ته کيسه شوم دهر زړه دمينې ښکلې تلوسه شوم چا باڼه راته ستايل اوچاهم سترګې چې څراغ دپينځو ګوتوافسانه شوم **** مرکو او د جرګو ګرم بازار شو توبه توبه ټول دونيا مې خريدار شو د هر چا په خوله کې زما و صفتونه مرکو باندې مې ستړي عالمونه **** بيا هم نيا او هم دادا زما واکدارشول دولور پيسوطلب ته طرفدار شول بی له دې چې څوک له مانه تپوس وکړي ځما کوژده اوبيا واده هم را تيار شول **** په سروسترګو مې ژړل چې واده نه کړم وه ابوې او اې دادا ځان به مې مړه کړم ما ويل چې ددې کور زه مذدوري کړم ته چې ما خرڅوې زوړ سړی به څه کړم؟ **** دادا وويل په ټوپک دمړه کوم ددې کورپه مذدورې د نه ساتم ښځينه جنس دشرمونو يوه ټوټه وي زه مجبوريم دا خپل شرم خوندې کوم **** بله لاره راته پاتې نه شوه خدايه څله اوښکې تويومه زه بيځايه يا خو دلته يا خو هلته مذدوري کړم اې قسمته زه کمبخته زندګي کړم **** د واده نه مې ډيرپاتې شول غمونه د ميړه او زما دخواښې پيغورونه دلغتو د سوکانو ګذارونه په نهاره تورې شپې اوماښامونه **** ژوندمې تيرشوه په ژړا اوتراوتر يم دحيوان غوندې سودا دسودا ګر يم نه دقدرنه دعزت ځاې مې پيدا شو بد قسمته يمه ښځه يم تورسريم ***** زرلښت وليده افغانې ښځې خوارې شپه اوورځ چې ددستورپه وير کې ژاړي دنړۍ ښځۍ سپوږمې پلورې درومي خو زما د وطن ښځې دي ناچارې

-
بېرته شاته