(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو ژوند

څومره خوند کړی ، د پښتو او پښتنو ژوند د اصیلو غیرتمنو میړنو ژوند نارینه وو سره توره اوغیرت وی په تور سرو کې حیا او شرافت وی په سپین روبو کی تقوا او برکت وی په کشرانو کی تعظیم پوره حرمت وی په وقار پوره عزت وی د درنو ژوند *** نارینه په غاړه توره او وسله وی پاس په سر ئی د غیرت جګه شمله وی ښځه پټه په سینګار او په ګاڼه وی ټوله پټه په حجاب او په جامه وی پښتونخوا کی د ریښتینو پښتنو ژوند *** د ډولګی سره اوچت شی اوازونه ځلمی کاندی په غورځی کی اتڼونه تیري توري ئی تر ملا ببر سرونه چرمه دار ئی واسکټونه چنګ بریتونه د ځوانئ په نشه مست د شاځلمو ژوند *** عنعنه د پښتنو میلمه پالنه په ډګر د نارینتوب کی سرښندنه مال او سر د خدای په لار کی ورکونه د وطن ننګ او ناموس کلکه ساتنه په غورځنګ وی هیشه ددی زمرو ژوند *** پښتانه واړه مین په ازادئ وی تل ویاړلي د هیواد په خپلواکئ وی هر تړون ئی په جرګه او خوشالئ وی هر عمل ئی د غیرت او دسیالئ وی په همت او پت کی تل د ننګیالو ژوند *** سرشار عشق د ازادئ لری په سرکی ناست بیداره په مورچل د غره لمن کی څوکیدار د خپلی سیمی وی سنګر کی هر عمل ئی د غیرت او د سیالئ وی په رښتیا وی خونده ور د سردرو ژوند *** د کوچیانو کیږدئ پلنی په بیدیا کی دشپیلئ اواز خوریږی په فضا کې دشپنو رمي څریږی هره خوا کی سیسئ.، زرکي پروازونه کړی هوا کی د نړئ په بام وچت د غرڅنو ژوند *** په لمنو کی د غرونو وی ګلونه هري خوا ته د مرغانو اوازونه زمزمي کوي چیني او ابشارونه جوني ګرځي توري سترګي سره لاسونه روحاني دغه شان دی، د خاپیرو ژوند

عصمت الله روحانی کاناډا de pakhtanu zwand Poet;Asmatullah Rohani -
بېرته شاته