(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مونږ ته په خپلو مټو مات راکوی

هم به دا زړه هم به ځیګر وبایلو هر څه، هر څه به په دلبر وبایلو مونږ له ازله داسي برخی لرو دستار چی وګټو نو سر وبایلو بهرام پرسته پښتنو له لاسه کله خوشال کله خیبر وبایلو اوس که یو خوله نشو یو موټی نشو لر خو لا تللی هم به بر وبایلو کلی،کور،پوله،پټي لا څه چی هم به د خپلي برخی لمر وبایلو نه د جنګ وس لرو نه تیر او کمان هسی بی ځایه به لښکر وبایلو تا سره څه دی یو ارمان رشیده راځه چی دا هم په دلبر وبایلو مونږ ته په خپلو مټو مات راکوی وخت شو مغل دردونه زیات راکوی سم په مینه ګوزار د مات راکوی مونږ ته په وینو کی لړلي وطن کله کابل او کله سوات راکوی مونږ پښتنوته د مرستي په نوم بم او راکټ خلک خیرات راکوی عـــــــــــــــــلم هنر ،قلم کتاب بدل کی کفن ،کارتوس شتمن زکات راکوی نړئ عرب،ازبک،چیچین ترهګر مونږ ته ډالئ مونږ ته سوغات راکوی هنر د بل خو مټي خپلي زمونږ مونږ ته په خپلو مټو مات راکوی

Mong ta pa khpalo mattoo mat rakawi By: Rashid Khan Apridy -
بېرته شاته