(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ما ګل درته نیولی دی د مـــــینی په دستور

ما ګل درته نیولی دی د مـــــینی په دستور ته ما ته هیڅ نه ګوری لا په سترګه د مزدور نه زه د تــا مـــریـــی یـمـه نـه تـه ځــمـا بـــادار بی هیڅه سپکی سپوری وروی د خپل غرور هوا چی شی په لاس کی د غرور د ظالمانو بی وزلو ته به هرڅوک وی ولاړ لکه تربور ځان وژنوبریدونوکړه د پښتون مېنه ویجاړه نـړئ نـاستـه په سوچ ده پر ټغر لا د تــــــــرور زرغونه به بیدیا شی ،د ریــدیــــو د ګلونو وږمی چی راخوري شي د سپرلیو د سرور ګوګل کی به دننه د زړګی د سرو سکروټو اورونه بــه ایــري شـي د ګــل وږمــوظــهور د میني په ورشـــــو کی که سارا ده او که کلی مین لره ښکاره شی ګل مخونه سپین او سور درغـنـه د اوګري د طـالـبانـو تشه مــه شه چی ږیره د ملا می هم فاران ګڼی هم طور سارا به تکه شنه شی که یو ځلی مجنون مخی له برید د ځان وژونو نه ځان وژغوری په کور ساقی زرشه ووایه په څښاک کی دی څه ورکړل شو ستا په څښاستون کی مبارز څاپی رنځور

«څښاستون = میخانه» ***

شاعر ته ته خو ګل یودغاټول ئی***زرغون شوی پښتونخواکی شـــګـــوفـــه دی د ښکلا هم***ده هغه پاکه هـــــــوا کی نه د چا د پګړئ ګل شوی***نــه وربل هــــم د لـــیـــلاکی د ناپوه ملیـــــار د لاسه***نـــــــن ئی پروت په اروپا کی چی ته ګله زړه ته زیر شی**درتـــــه وائـــی پـــــــــه ژړاکی ته خو ګل د پښتونخوا ئی***ځه ځلیږه پښتونخوا کی لدی ژونده د پـــــــــردیسه***ښه ده مړیـنـه سـړبـنــــا کی

Poet: Mabari Zapai مبارز څاپی -
بېرته شاته