(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوب

ليدلى خو مى اوس يو نااميده خواب دى كمبخته دا خو يو بدنصيپه خوب دى پكښې جوړى كړى مى دى ډېرى خوشحالى څه خبر چى په خوشحاليو كښې د د غم خوب دى ناست د آشنا سره ومه ورسره كولى مى خبرى څه رامعلوم چى دا خبرى هم د بيلتون خوب دى ما خو ليده چى دا مينه ورځ په ورځ زياتيدله اوس خو په مينه كښې دا د نفرت خوب دى چى سترګىمى خلاصى كړى نو څه مى ليدل چى دا خو په رښتيا يو دردمنه خوب دى په وطن كښې مى ښكاره كيدل چى هر خواته كرارى ده خو نعيم ته معلومه شوه چى دا يو بى مطلبه خواب دى محمد نعيم كاكړ/كوئټه *** خفه ارمان مې ډير په زړۀ ده خو جانان رانه خفه ده نصيب مې مرورده تور زلفان رانه خفه ده ګنا مې كړى نده نه پوهيګمه په ځانه راته ګران وو وس رويبار رانه خفه ده د ځان چه د اوښكو په ځاى راغلى د چشمانو نه سرى وينى مجنون د يار غمو كړم وس بازار رانه خفه ده د ژوند خوږې شيبى مې نورى سختې په دنيا شوي رودونه په مخ راغلل لوند ګريوان رانه خفه ده د چا ازار وهلى يم دشمع غوندي ويليږم په تورو تورو شپو كښي يم سهار رانه خفه ده د زړۀ د وينو جوړ مېكړل خو بانوته خالونه افسوس چه نن هر ښكلى د جهان رانه خفه ده كاروانمې د خيالونو دغمو په لاره درومې ارمان ده توتاخيله!چه خپل ځان رانه خفه ده ګلبدين توتاخيل/كندوز

-
بېرته شاته