(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وجود مې اور اخستی

د دير او سوات په غم څو اوښکې چا لګولی د سرونو تود بازار دی وجود مې اور اخستی عالمه بيا په پښتنه خاوره يلغار دی وجود مې اور اخستی په ښکلې خاوره کې مو څوک کر د بارودو کوی مونږه ړانده خو نه يو مونړه ړانده خو نه يو هغه زوړ ښامار دی وجود مې اور اخستی چاته شهيد اووايم چاته مجاهد اووايم په هيڅ هم نه پوهيږم په هيڅ هم نه پوهيږم هر طرف ته دار دی وجود مې اور اخستی پلار چې پخپله بچی وژنی څوک به څه اوواي ضمير ي زنګ نيولی ضمير ي زنګ نيولی فکر ي مکار دی وجود مې اور اخستی هغه چې تا ورله انصاف ګټو په کډه تلی بس دی قلار شه لالا بس دی قلار شه لالا امن مې پکار دی وجود مې اور اخستی په شنو درو کې د لمبو تماشه نه شی ليدی سا ترينه واخله ربه سا ترينه واخله عندليب ورته تيار دی وجود مې اور خستی ***** غزل زما نظر زما په حال نشته په دې خبره کې جنجال نشته ستا د يادونو په وريځو کې هم چرته يو څاڅکی د وصال نشته ما وې منګے مې چرته اونه ليده چا وې ګودر چا وې کلال نشته چې استقبال ي په ماتم نه کووم زما په ژوند کې داسې کال نشته ظالم مې څله له اسمانه ولی زما د کور خو يو ديوال نشته هلته مې وران شو د مټۍ ګلونه دلته د توت په ښاخ کې ټال نشته ما مې شړۍ په وجود ټينګه نه کړه ځکه په سر باندې ستا شال نشته اوس چې دا خپل سټوکے تش ګرځووم اوس دې مشکڼې په رومال نشته زه که په سر باندې دستار نه لرم ستا هم په زنه باندې خال نشته تاوده حالات ورله قلم لمسوی په عندليب کې هيڅ کمال نشته

فضل حکيم عندليب تالاش دير -
بېرته شاته