(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د قسمت بڅری

په حجرو باندې مئین یم پښتنو نه مې سر زار شه زه د داسې وجود ساه یم د پښتو نه مې سر زار شه عقله هـسې لېـونـی ئې ښایســتونو پسـې ګرځي تل ښایسته زما وطن دی د شملو نه مې سر زار شه وخته څله بغاوت کړي فکر اوس لا ښه سمسور شو بیا پیغام د محـبـت کـې د خـوږو نـه مې سـر زار شه چې د قام لپاره مړ شې مړ خو ندی تل ژوندی دی چې انا مو د پښتو ده د جرګو نه مې سر زار شه د جنون په ګونګه ژبـه د تاریخ لفـظونـه نــاڅــي ژوند د حسن سمندر کې د څپو نه مې سر زار شه د قسـمت ژونـدی بـڅـریه نـسـیم ستوری همـدا وائي چې مئین څوک په پښتو وي د هغو نه مې سر زار شه

په غږ کې دلته واورې www.youtube.com/watch?v=CY85A0W88PY -
بېرته شاته