(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

سترګې پــــــه ځواب، درپسې تـویې شوې پــاڼې د کــــــــــــــتاب، درپسې تـویې شـوې مخ دې د شـیدو پـــــــه رنګ کې ښکلی شو سرې شونډې شــراب، درپسې تویې شوې ښکلیه! چې مې نن پـه څنګه کې ته نه وې اوښکې مې دریـــاب ،درپسې تویې شوې ګورې چې بلۍ ســـــــر تـــــــه ،تسپې درنـه پام کــوه جــُــــــــــناب، درپسې تویې شوې څومــــره دې یواځې کــــــــــــــــــړم ارمانه زه شـګې او تـــــــــــراب، درپسې تویې شوې تا پسې نیږدې نـــــــــــــه شـــوې دیار ګوتې زلفې دې غــــذاب ،درپسې تــــویې شوې تــــــه چې د بلۍ تــــــــــرڅنګ طالبه! تلې پېغلې پـــــه خوناب، درپسې تویې شوې *** غزلهغه پېغله چې راپورته لــــه سجدې شوه د الله،الله پـــــــــــــه شور کې رانیږدې شوه تورې زلفې یې په سپین څـادر کې ټولې پـــه نازکو پښو راتـاوه لـــــــــه کعبې شوه سپینه خـــوله یې ښوریده پـــه پاکو تورو ور دننه د جـــانان پـــــــــــــــــــه عقیدې شوه چې پښتون لالی پــه څنګ ورسره نه ځي پښه نیولي د جنت لــــــــــــــه دروازې شوه رنګ یې حورې غوندې واوښته له عشقه نن ورړنګه پـــــــــــــــه دوهمې سپارې شوه د طالب د تـــــــــــــــــلو یې واوریدل له کلي اننګو ســــــــــــره یې اوښکه دوه زارې شوه

-
بېرته شاته