(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزلي

بی ترقی نه نه کوم ځای خو د جهان پاتی دی زمونږ ټا ټوبی لا هماغسی چی وران پاتی دی څومره دا ځای دی مونږ لپاره د افسوس او ارمان چی د دنيا د قافلی نه مو کاروان پاتی دی په پښتونخوا کی د اسلام په نامه دا څه حال دی لکه دنيا کی چی پښتون صرف مسلمان پاتی دی نه کوم فکر که به راشی په وطن کی امن چی د د نيا نقشه کی نوم د پاکستان پاتی دی په نورو راشی خوشحالی خدايه ته ښه پوهيږی په مونږ هماغسی لا ولی دا خزان پاتی دی په ګران وطن کی که شی امن هم سمسور شی اباد د ساپی زړه کی فقط دغه يو ارمان پاتی دی

***

زه پښتون یم بښتنو سره به ګرځم د دی وشخت له شمله وره میړنو سره به ګرځم څوچی وس او توان می وی پښتو به پالم دغلیم په مقابل کی شازلمو سره به ګرځم زه مین په ازادی یم غلامی منلی نه شم دمیرویس نیکه لمسی یم کارنامو سره به ګرځم ماته مورچی پښتنی شیدی راکړی هر افغان ته احترام کړم د جرګو سره به ګرځم دملالی د میوند ناری می یاد دی بنډل بنډل کتاب او تاریخو سره به ګرځم د وطن مینه میراث کی راته پاته هر افغان راته خپل ورور ده دخپل ورور سره به ګرځم په زانګو د دی وطن کی یم لوی شوی هرظالم د سترګو خاریم افسانو سره به ګرځم زه ؛قهار؛ هم د دی قوم له جملی یم څوچی روح می وی په تن کی د جذبو سره به ګرځم

***

نوم به اوچت دی ياديدو په درست جهان پښتونه څه شولو ستا هغه غيرت او هغه شان پښتونه ستاسو نيکونو خو ميراث ټول هندوستان ګنلو ځان يی وارث د بخارا او او د ايران ګڼلو کلک به يی ځان هم د فولادو تر سندان ګڼلو اوس د پنجاب نه خلاصولی نه شی ځان پښتونه څه شولو ستا هغه غيرت او هغه شان پښتونه په څو ټوټو باندی تقسيم وجود داستا دی کنه د يوه پښتون کور ګوره بل ځنی جدا دی کنه دا تور لينګی پنجابی تا لره بلا دی کنه په دی بد حال دی ډير راځی راته خفګان پښتونه څه شولو ستا هغه غيرت او هغه شان پښتونه په ارت هند کی دی تاريخ د خپل شيرشاه وګوره د پانی پت جنګ کی ميړانه د با با وګوره اوس دی دا خپل زليله ژوند د نن سبا وګوره اوس يی خپل کور کی د د ښمن نه په لړزان پښتونه څه شولو ستا هغه غيرت او هغه شان پښتونه کله دی راشی بربادی ته انګريزان پښتونه کله دی ډوب کړی په سرو وينو کی روسان پښتونه اوس دی هم کور کی دی لښکری د جهان پښتونه دی ګرځيدلی خپل وطن درته زندان پښتونه څه شولو ستا هغه غيرت او هغه شان پښتونه نن د پښتون د اتفاق خبری نشته چيرته هم د ميرويس او احمد شاه لښکری نشته چيرته هغه د ننګ او د غيرت سندری نشته چيرته وايی ساپی بيا دی خدای راوله دوران پښتونه څه شولو ستا هغه غيرت او هغه شان پښتونه

***

ز ما غر نئ هيو ا د ه ز ما مورنئ هيو ا د ه ستا په نا مه و يا ړ مه ز ما پلر نئ هيو ا د ه ستا ترميړا ني جا رشم ز ما مېړ نئ هيو ا د ه ېئ د زمرو ټا ټو بې زما شينزمرئ هيوا د ه د پا ني پت هنګا مې زما پر و نئ هيو ا د ه ستا د پخو ا يا د و نه ز ما نننئ هيو ا د ه زما د نيکه خا طرې ز ما ګلا لې هيو ا د ه د شا ه محمود وختو نه ز ما ګړ ند ئ هيوا د ه د ا کبر خا ن مېنه ېئ ز ما ميننئ هيو ا د ه د ا يوب خا ن همت ېئ ز ما ننګيا لې هيو ا د ه د ملا لۍ کا ر نا مې ز ما بر نئ هيو ا د ه ته د خوشحا ل توره ېئ زما تو ريا لې هيو ا د ه ستا د ويا ړونو په يا د ز ما و يا ړنئ هيوا د ه ېئ د غا ز يا نو پر تم ز ما پخو ا نئ هيوا د ه شهيد ا ن دي نه هېروم ز ما ا و سنې هيو ا د ه دا ستا روښا نه تا ر يخ ز ما سرلوړئ هيوا د ه فا رد ي ا زا د غوا ړي ز ما پر ګنئ هيو ا د ه

***

تورو نه شکرې جوړه وم ورته ناست يمه سندرې جوړه وم ورته الوځوم اسمان ته د پښتو غزل صبر شه وزرې جوړه وم ورته هسې يې په اوښکو باندې نه لمانځم سپينې مرغلرې جوړه وم ورته څنګه يې اشنا کړم څه پلمه باندې ګورم څه خبرې جوړه وم ورته ډېر دي غليمان اټک يوازې دی ځم دا دی لښکرې جوړه وم ورته

***

د تـَصَـــور په لار روان یــــــم یــو جــــهــان لټوم َډک د وفـــــــا او مُحبـت نه خپــــــل جــانــان لټوم چې په هرځای کښې همیشه د اورلمبې و‌ړی په سر هغــــه فــانـوس ته زه تـــل پـاتــی یو مــکـان لټوم دا ګمــراهـان چـې همـیــشه په ځـان مـلـنـډی وهي دی دروغجـنـو، فـــریــــبـکارو تــه ایـــمــان لټوم که مـې د هـیـلو، اومیـدونو څـوک پوښـتـنه وکـړی زه صــنـم تــاتـه پـدې ځــمکه کښـې آســـمان لټوم د خود دارۍ په لـوۍ آســمان چې لکه لمر پاتې یی وحـدته ! تـاتـه د هــمــزولو ورک کـــاروان لټوم

Rafi Yousaf -
بېرته شاته