(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژوندون نلري بقا

دا بحـــرونــــه دا فضا دغــــه ځمــــکه دا هوا داهستي نــــن او سبـا ده فـــاني دغــــه دنيــا که بادشاه وي دملکونو هم صاحــب د کــــروړنو د بنــــګلو او بـلــډنګنو خو ترې تللي وي فردا دبــــدبــــې او عــــزتونه د قدرت مغروروختونه ها قصرونـه او برجونه چـاتــــه نــلــــري بــــقــا ای مــــغروره د هستيو د قدرت او د چـــوکيو د عيشونو او خوښیو د ژوند نــــده دا مـانا لــــږ دمــــه شه د غــروره ای د بــــل په زور باتوره شــــرم ښــــه دی د تربوره کړه حاصل د خدای رضا لږ انصاف درته پکار دی ولس ټول درته په قهردی سباواک د بل واکدار دی مــــکړه ځــــان ســــره جفا عمر ټول پــه تيريدو دی داکاروان پــه رسیدو دی غفلت کار د ليـــونو دی ښه عــــزت لري تـــقـــوا ځان دې پــيژنه انسان یې بې خـــبره د خپل ځان يې چې په غیر لارو روان يې نور د خــدای غـواړه پناه سباخــدای ته دې رفتن دی ژوند ختميږي ځانکندن دی بس يـــو څــــو متره کفن دی څــــه ځـــــواب کــــړې د الله؟

م ٠ کال ٢٩ - ٧ - ٢٠١٠ -
بېرته شاته