(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پروردګاره

ته د وخت د حکوکمتونو سترواکدار يي ته د ټولو کا يئنا ت پرو رد ګار يي ته عادل په عدالت حکم فرما يي ته په دواړو جهانونوکې رويدار يي چې جنت اودوزخ دواړه ستاپه واک دي ته رحمان يي ته رحم يي ته قهار يي ته هرڅه يي او په هرڅه ښه پوهيږی ته د ډير زړونو همراز او خبر دار يي دا زما پر ملت هرڅه چې تيريږي دومره ويني فواري په شان تويږي دا سرونه چې تنی نه را بيليږي مورد لوراو ځوې د مور نه جدا کيږي ډلۍډلۍ ښځۍ ورځ په ورځ کونډيږي د تنکي ځوانانو لو ده چې ګډيږي اور بلونه د پيغلوټو ميراتيږي د انسان غوښه باروتو کې پخيږي نو! اې دټول جهان مالک پروردګاره د بي کسو او بيوسو ناز ورداره هم قهاريي ته رحيم اوته رحمان يي ته دونيايي اخرت اوبل جهان يي زه په تړمو تړمو اوښکو درته ژاړم زرسوالونو کې يو سوال لرم او غواړم دويرونو ماتمونو شپي صبا کړه زه د سولې يو سوالګره ماته راکړه سل افسوس د ژوند شيبې ځي په تياروکې د رڼا ورځې خوبونه هديرو کې دا نا کامه زندګي ده چې تيريږي زما دژوند خواږه لحضۍ پردي ملکو کې مونږ ته بيا د خوشحاليو اختر راکړه يو د سولۍ نزرانه کۍ خبر راګړه د حفيظ ارمان پوره کړه اې غفاره اې د ټول جهان مالک پروردګاره

-
بېرته شاته