(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسولي لارويانو ته ډالۍ

د جلا لا د ګو در غاړی ته راځه جانانه دکونړسيندسره څپوکې شه نغمه جانانه ماته د سولې ترانو کې خوږ سندري وايه شه دننګرهارپه لوړوغرونوکې ټپه جانانه **** ځوانان ته وايه چې وطن کې موبدلون راوړئ سوله شعارکړئ تردی نوم په کې سمون راوړئ د څولسيزو غميزو کيسه نور خطمه کړئ بس دجنګ او سولې مينځ کرښه د بيلتون راوړئ **** زاړه فکرونه بدلول يو ځوان قوت غواړي ننګ دپښتون دوطن عشق ملي وحدت غواړي دنوي عصر تقاضا سره ژوندون پيل کړئ داسې اقدام يوښه اخلاص دصداقت غواړي **** موټۍ را ونغاړئ رښتيني مسلمان په نامه سرونه پورته په شمله کړئ دافغان په نامه مينه کړۍ په کړۍ تاوه کړئ د سولې په نوم فضا ته پورته شئ زمونږ ملي ارمان په نامه **** فضا ته پورته شئ پښتون ته يو ارمان راوړئ شلم پيړۍ نه د وختو نوهغه ځوان (١ )راوړئ چې نړيوال ورته حيران شي دعلميت په نامه عبدالاحد مهمندپه شان يوښه افغان راوړئ **** خويندو راځئ چې دملالۍ ميوندبياوګټو سوله سندره کړو غيرت مو د بابا وګټو بيادنازوپه ارمانونو باندې پل پورته کړو بيا تراټکه پوری لاړشو پښتونخوا وګټو **** پردي راغلي څنګه مونږ لره ژوندون جوړوي؟ جنګ بهانه ده اسارت ته يو مضمون جوړوي ځوانانو ورکړئ دوحدت لاس دقران په نامه غرونه لعلونه لري خداې چې پری جنون جوړوي **** ځوانانو ويښ شئ ددی عصر تقاضا يي تاسو دا تياره شوې ژوند ته زيرې د سبا يي تاسو دتورټوپک دخولۍ خبرو باندې نه جوړيږي علم موخپله کړئ ډ يوه راوړئ رڼا يي تاسو **** دا در يد لې وطن تاسو نه ا لهام غواړي! سوله يي مينه ده دمينې خوږ جانان غواړي دشاه جهان غوندې وطن نه تاج محل جوړکړئ جنون د مينې ليونتوب کې نور جهان غواړي **** د جلا لا د ګو در غاړی ته راځه جانانه دکونړسيندسره څپوکې شه نغمه جانانه ماته د سولې ترانو کې خوږ سندري وايه شه دننګرهارپه لوړوغرونوکې ټپه جانانه **** ځوانانو سپين جامې اغوستي پښتونخواګټي سوله يي موخه ده اوس خان ولي بابا ګټي حفيظه ستا د ارمانو نو غوټۍ ګل کړيدي داسيا زړه کې بيا يو تخت د احمد شاه ګټي

ګرانو لوستونکو:- دلته دشلم پيړۍ ځوان ١اولين افغان فضانورد عبدالاحد مهمندڅخه يادونه شويدی . -
بېرته شاته