(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد میروخان ساپی او د ستوري يادونه

زه اوزماکورنۍ ټوله دارواښا د ډاکټرکبیرستوري اوانجینرجنرال میروخان ساپی له څنګ په څنګ انځورونو څخه خوشحال شـو.
لکه پښتون شاعـرچــي وایي:

غـم دتبســم پــه جـامه نــــغـاړم لــه وګــړو پـټ لکـه ګلاب په پریشاني کي په خندایم

خوشحالي خـو مـو پـه دې کـي وه چـي دهغوي انځورونودهغوي ارواګاني اومعنوي نړي موږ ته ډیره نزدی اوښکلي ښکاره کړه ،اوخفګان خوموپه د کي وه چي دهغوي انځـورونـو دهغوي ځـانونه (بدنونه) اومادي نړي ډیره لري راته ښکاره کړه ، په دی اړوند ما دارواښاد لوي ادبي رهبر ډاکټر کبیرستوري په انځورلاس کیښود اود ا لاندي شعرمي ورته ولیکه :

چي د ( سـتوري )انځـورګورم ( میروخان ) راتـه رایادشي پـه (پـولنډ) پـــه (جـرمـني )کي هـــرپــټـان راتـه رایادشي دیــورپ پــه ځــمکــه بانـدي کــه رایـــاده (میروخان) شي په اسمـان کی یي تل (ستوري) ښکي شان راته رایادشي پــه پــردیــو وطـــنـوکــي دپــښـتــو ودپــښــــتون غــم کـي دهــغــوي پـــتــمــن مــلـګــري هـــرافــغان راتــه رایـادشي دپـښــتون بـي اتـفـاقـي نــه خوشـحال خان خټک خـفـه وه دِ دوی غـــم ودرد پــه زړوکـــي مــشــران راتــه رایــادشي زه روغبړ بي دِانځورکړم راته خیال کي ژوندی ښـکاري خـوچـي لاس پــه انـځـور کید م قبرستان راتـه رایـادشي زه دِ دوی دبــستــان ګل وم پـــه شــبـنــم بــه یــي تــازه وم نـــن چــي ســـترګـي اړه ومــــه وچ ګـلان راتــه رایـادشي زه (علي خان) بـیــړه* لرمـه چي پـه دوی پـسي زر ورشم هــــره ورځ دِ دوی په یـادکـی ګــورسـتان راتــه رایادشي

*بیړه : چټکتیا ، تلوار ، زرزر
******************
دِدواړوفکریووُه

*ستوري تــه مي ویلې فکروخیال په پښتونخـواکي یم مــاتــه لــه خــتیــځ نــه راځــلیږه زه افــریقا کي یم څوک به پـښتانه له درانه خوب څخه راویښ کاندي تــه پــه جـــرمني کي ورورپولنډ زه پـه لیبیا کي یم؟ هــغــه راتــه وُوَیَل چي نن پـښـتون ويـښ شـوي ده مــاورتــه ویــل چي زه شـکمن پــه دې ویـنا کي یم ویــل بــه یي تـاریـخ جغـرافــییه دپــشتــون وُګـوره ویــل بــه مــي دا دُواړه کــتابـونـه تـل په خواکی یم ویـل بـه یـي نــقشـي دپښتونخـواته چي زه ګــورمه جــوړه بــه یووخت شي زه بـه مړ په دې دنیاکی یم مــاورتــه ویــل خــداي دِ زمـوږهـد ف پوره کاندي څـوپـوري تروُربـه زه پـه درُوغـووپـه رښـتیاکی یم غـواړوچي دخـپـلوغـرونـوپـاکـه هـوا بُوی کړوموږ څـوپـوري بـه لاس پـه خـولـه نیولي بـنده سا کی یم ګـوره نـه نـني نـړي کي هـره ورځ بـدلـون ښکاري ولــي نـن ولاړ زه پـټ دټــولــي نــړي شـــا کـی یم ویـل بـه یـي کـه هـرپښتون پتمن پـه پـښتونوالې شی جـوړه بـه پـښـتوزه قــدرمـن بــه هــره خــوا کي یم مــاورتــه ویــل څــنګـه بــه مــوږه پــه ارامــه شـو شــپـه ورځ دپـښـتودِجــوړیــدلــو پــه ســـوداکـی یم؟ ویــل بــه یـي تـکړه قـلم که هـرپښتون راپـورته کړ تــه اوزه لــه ټـــولــولـــیکــوالانــو بــه رضا کی یم **څوپـوري ژوندي چـی(میروخان وستوري)دواړه وُه زه بـه یي لـه کـړو وړوسره هـروخت په خنداکي یم وګـوره تـقـدیـرچي دوی روان شول زه یي پريښودم زه علي خان پردیس به تل په دوی پوسي ژاړاکی یم

* ارواښاد ډاکټر کبیرستوری په پښتومین دپښتنولوی لیکوال اوټکړه شاعر.. ** ارواښاد انجینر جنرال میروخان صاپی دپښتونوالي دلاري شهید..

د لیکوال د پوره لیکنی د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړئ

Ali Khan Safi
-
بېرته شاته