(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګرانه ننګرهاره

د افغانستان د ازادي د ورځ په ویاړ

که ووايي سلام زما په شاه امان الله خان باندی دا ملی اتل ملی رهبر او قهرمان باندی ګرانه ننګرهاره دا وه د عزت ننګ او ناموس او حريت مين دا د ازادی او او سرلوړی او شرافت مين قبر يي ورته وينځه د عطرونو په باران باندی ګرانه ننګرهاره ګرانه ننګرهاره ماته بيا د ګلو هار جوړ کړه بيا د ملنګ جان د ارمانو د زړه پرهر جوړ کړه که جوړه پښتونخوا شی بيا به يي ږدم فخرافغان باندی ګرانه ننګرهاره جار شه له ملالی د هغی غيرتی ننګ ځينی بيا د خوشحالخان دا د قلم او طوری شرنګ ځينی درود د رحمت وايه په نا زو او احمد خان باندی ګرانه ننګرهاره لاړ شه ميرويس خان ته په شملی يي عطر وشينده څومره چی کيدای شی په جرګی يي عطر وشينده بيا می سلام وايه لوی اتل مو اکبر خان باندی ګران ننګرهاره ای حفيظ ملياره مونږ ښايسته ښايسته ګلان لرو پت چی د وطن ساتی مونږ داسی شازلميان لرو لوړ د وی بيرق د ازادی افغانستان باندی ګرانه ننګرهاره

-
بېرته شاته