(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د علی خان ساپی څو شعرونه

خپل وطن چه په ظلم وزوروطن نـه ویسـتل کــیږی دوطـن میــنه یـی زړه کـی تل تـاو یـږی که چا وُوَیِل چه خپل و طن به هـیرکړی ځـان بـه هـیرکی خـووطـن کلـه هیـریږی که وطن د سترګوتورشی پری لـیـدل شی بی لـه تورپه سترګو هیڅ نه لیــدل کیـږی که می څوک رانـه هویت پوښـینه وکړی ځواب زما کی به وطن ورته ویل کـیـږی دوطن مــینه چـه غـاړه کـی زنځــیر شی په تخته یی که تری کاږی نه تری خیږی که کفـن ورتـه وریـښـین قـبرسره زرشی دوطـن خـاوره چــه نـوی پری خو ګـیږی شـایـد روح به یی جنت کی هم خـفـه وی چــه بــد ن دچـا وطـن کـی نه خه خـیږی ځـکه هــرګوت ددنـیا لــره چــه لاړ شـی لــمړی سـوال بـه دوطن وی درنه کیـږی نـه دپــلار نـه دبـابـا درنـه تـپوس کـــړی وایـی وایــه چــه وطـن مـو څه نو مـیړی مـانـادا چـه وطن هــر څـه ده انسـان تــه نـو هرچالره دا حـق چـه پری ویا ړ یږی کـه وطـن یــوحقـیـقت پــه نــړی نـــــوی نــوبیا ولـی بـه زرکـونـه تری ځـا ریـږی ای زمـا ورانـه وطــنه خــدای د ابـاد کـه لکه نور اوطان دنـیا کـی چـه جوړیـږ ی د(علی خان)ارمـان بـه څنګه پوره کیږی چــه وطـن یـی د (نا تو)پـه اورسـوزیږی

ازادی ته سلام وطـــــنه ستــا پـه استـقلال مــی سلام ستا پـه جـنوب ستاپـه شـمال می سلام ستا په ختیـځ ستاپـه لویدیـځ مـی سلام ستا پـه پښتون ستا پـه ابـدال می سلام چـه یی دښمن که پـه ګونډوګوډومات ستاپـه سپاهی ستاپـه جـنرال می سلام چـه ددښمن سـریی لـه تـنه غــوڅ کـه دتــاپــه تـــوره سـتاپــه ډال مـی سلام چـه احمد شاه ومیرویس یــی وروزله ستا د زانګـوپـه قــوی ټــال می سلام چه د اسمان په جبین ستوری ښکاری ستادلـورانـو پــه شنه خـال می ســلام ستـــادځـــوانـانــوپــه شمـلومـی سـلام پـه ښـکلوپـیغـلووزرین شال می سلام د تـــا د تـــوری او آدب پــــه بـــچــو رحـمان بـابـاوپه خـوشحال می سـلام چــه ( د یورند) کـړ لـو په ظلـم جــدا پــه پـیښـور،کـوټـه، چـترال می سلام ستا افغانان چه پـه هرګوټ کی اوسی دهغـوی پـه کـوروپـه عیال می سـلام تــه پـه (آسیاکی) تـرسویس نـه ښکلی دتــادغــرونـــوپـــه جــمال می سـلام مــــونګه د تـــاعزت دنیاکـی غــواړو ستاپــه لعـلونـووستاپـه مـال می سلام تا کـی خوشحال بی تا خفه(علی خان) دتـاپـه یاد کــی پـه هــرحال می سلام

مجهول دوزخ دسپوږمي لـه سپینه مـخـه مـي زړه تــوروي چــي رایــاد یــي پــه کــتلـو پـلار ومـوروي کــه اســمـان پــه ښـکلوسـتوروښــایـښته وي خــوپــه ځمکه کلي کـور مـونګه تـه اوروي کـه موڅوک ژوندون ته پریـدي موږرضایو کـه شپني کـه چـوپـاني کـه لاس کی لـوروي خـوافسوس چي موکـورونه په سروران شي دِ دښمن پــه لاس وطـن بــه څـه سمسوروي پـه کـوم ځاي کي بـه ښيګڼي څوک پیداکړي که په ظلم وزورپه خپل کورکي بي کـوروي چـي نـــه کـار ونــه ډوډي ورتــه پــیــداشـي شـی روان دغــم په لارکي بل خـواسپوروي بــل پــردی وطــن تــه لاړشـي مــسافــرشي شـاتـه یــادیي وږي تــږي خـورو ورورشـي بیګانـه بــه یي پــه ځـای وطـن کي کارکړي دَی بــه درومي پـه رضاوي که پـه زوروي بـي پـاسـپورتـه بـي ویـزي وي مـجبوري ده تـرمجهول دوزخ روان وي سوي سکوروي پــه پــردي وطـن کـي ګــرځــي بـي هـویـته چـي راګیرشي پري جوړشوي شروشوروي هــره خــوا لکه هــوسي پــه کـش کـیـدووي دوحــشي سپیو تـــرمــنځ سـریي سـرتوروي څــوک یي نــوي چي کومک ورسره وکړي تـوروخـاوروبـانـدي سپین مخ یي نسکوروي نــه یــي کـورونــه یـي قــام نـه حـکومت یي پـــه داهــسي بــد بـخـتـیوکــي غــمخـور وي پـــه خـــلاف دبــــشري حــقــوقـــومــړ شـي نــه پــري څوک خـبراونه یي خبر خپوروي ولــي زمـونـــګـه افـغـانـان داسـي تــبـاه وي مســئولــیت دِ دوی دچـاپــه غـــاړه پـوروي؟ دغـــم پــیــټـــي مــودرانــه دي(عـلي خـانـه) د(نـــاټـــو) وژل رټـــل دپـــاســـه نــــوروي

زماسپیره کلي دیــــرس کا لـه دتا سپيره کـورونـه راتـه یاد شي ایا څه بدلون درکي راځي چه زړه پري ښاد شي؟ زه فکرکـومـه چــه تــرنـــن ورځــــي پــه تـاکي علـــم وتقـــد م دنـــاپـــوهـــي مــخ کي پُــربادشي څنګه بــه ځــوانانوکی د تا احساس راپورته شي؟ ږبــه دماشوم چـه تریني واخــلې نــور بـربادشي هــلته اوسیـد ونـکي بــه پــه تــاکـــي منـــورشي کله چــه لوست لیک ورتـه پـه خپله ږبـه آبادشي ستادمــاشــومــانــوژبــــه نشــــته ښـــونځــیوکي مخکي مـو پښتومَرِي ورته ګــوروزړه ناښادشي مـــوږدنــوروژبــو درنــاوي کـــووهـرځاي کـي ولي زموږ دږبي پرمختیا هــــر وخت بربادشـي؟ ډيري بي وزلي ولـــوڅ تني مـي درکـي ولیــدي ورکي بدمرغي دي که نورهـم لا مخ پـه زادشي؟ څــه ښکلي نــومـونــه دپـښتو لکه ګل خان تاکي ګـــورم چــه هغه هـم اوس بدل به په ګل دادشي أیاتـــالـــه نـــوی ژونـــد وعــلم دره غـــلــي دي اوکـــه جـــومــاتــوکی ستا جدل په سین صادشی؟ مـــه دریـــږه نــن ګـاډي دعــــلم ګــړندی ده ډیر مــه وایه چه پریده ترهغي څو چـه خدای دادشي نــن دشین خــالــی وشیربـانــوخــبري کمـي دي مـــه ضا یع کــوه عـــمر دریاده که شمشا د شي نن کیسي دعلـــم وتیکنولوجیا هــــرخــواکـي دي پـري به ږدي مجلس که یاد شیرینه اوفـرها دشي ویـښ شــه زمــاکلي نــړي ډیره مــخکي تللي ده نن بــي عــلمه خلک پـه هـرځاي سرپه فریادشي ستازوی(علي خان) تاغوندي کلیوته لـوړاغواړي(1 ) کـلـه بـه پـوره پــه پـرمختګ ستا زمــا مراد شي؟

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ 1/ لوړا: پورتوالي، آسمان ،پرمختګ
Ali Khan Safi
-
بېرته شاته