(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مبارک شه

پښتونه پښتونخوا او خپل نشان دي مبارک شه په خپله خاوره خپل اختیار ارمان دي مبارک شه ګډیږه خوشحالیږه د مستېي سندري وایه څه فکر به د ځان کوي بس خان او ملک ستایه بي علمه ناخبره دا خپل ځان دي مبارک شه پښتونه پښتونخوا او خپل نشان دي مبارک شه په خپله خاوره خپل اختیار ارمان دي مبارک شه پښتونه نن په خپله خاوره ولي شولي خوار خاوره د ده خپله پکښي نه لري اختیار خپل واک چه دي ورکړي قاتلان دي مبارک شه پښتونه پښتونخوا او خپل نشان دي مبارک شه په خپله خاوره خپل اختیار ارمان دي مبارک شه جومات دی که حجره ده پکښي ستا ویني پرتي دی په خپل وطن کښي ستا کوڅي نن ستا په وینو سري دی په ډرون سوري سوري وزیرستان دي مبارک شه پښتونه پښتونخوا او خپل نشان دي مبارک شه په خپله خاوره خپل اختیار ارمان دي مبارک شه نامه دي دهشت ګرد شوله بد نام شوي په دنیا کښي پښتو پښتونولی دي لاړه ورک شوي په بیدیا کښي نن خپل وطن دي جوړ درته زندان دي مبارک شه پښتونه پښتونخوا او خپل نشان دي مبارک شه په خپله خاوره خپل اختیار ارمان دي مبارک شه بجلېي دي د خپل کور ده ولي پروت ېي په تیرو کښي چینی غوړو غنمو پسي ګرځي په کوڅو کښي په غاړه دي کچکول څیري ګریوان دي مبارک شه پښتونه پښتونخوا او خپل نشان دي مبارک شه په خپله خاوره خپل اختیار ارمان دي مبارک شه قیصي وي ستا د توري او مړاني او د ننګ ماتي به ېي خوړله که اورنګ وو که پیرنګ نن جوړ په تا د سرو ګولو باران دي مبار ک شه پښتونه پښتونخوا او خپل نشان دي مبارک شه په خپله خاوره خپل اختیار ارمان دي مبارک شه ورک ېي مزدورېي پسي وطن دي درنه پاتي د کور کلی کوڅي د شاړي شوی نن میراتي وطن که دي د سرو دي دا زندان دي مبارک شه پښتونه پښتونخوا او خپل نشان دي مبارک شه په خپله خاوره خپل اختیار ارمان دي مبارک شه ته اوس هم په نارو او په سُورو پسي روان ېي منزل درنه ورک شوي بي منزله سرګردان ېي هیڅ پوه نه شوي په ګټه دا تاوان دي مبارک شه پښتونه پښتونخوا او خپل نشان دي مبارک شه په خپله خاوره خپل اختیار ارمان دي مبارک شه قامونه وړاندي تلی ته ډیر روستو شولي پاتي د ژوند په هر میدان کښي دي خوړلی ځکه ماتي د غیرو نن په تا چُور اوتالان دي مبارک شه پښتونه پښتونخوا او خپل نشان دي مبارک شه په خپله خاوره خپل اختیار ارمان دي مبارک شه ملګرو نن راپاڅېي چه د ځان پُښتنه اوکړوُ زمونږ په غم چه ځی تر انګلستان پُښتنه اوګړو بیا نوی ولولي او نوي شان دي مبارک شه پښتونه پښتونخوا او خپل نشان دي مبارک شه په خپله خاوره خپل اختیار ارمان دي مبارک شه خټکه تل د ننګ او د غیرت سندري وایه دړدونه کړاوونه د ملت تل پکښي ستایه د شعر او ادب دا نوي توان دي مبارک شه پښتونه پښتونخوا او خپل نشان دي مبارک شه په خپله خاوره خپل اختیار ارمان دي مبارک شه

ریاض سعودی عرب -
بېرته شاته