(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښاغلې تواب ترابی څو غزلي

پښتون تېروي جنګ کښې چې ژوندون پښتون څنګه بۀ اومومي سکون پښتون پوئ بۀ شي کله چې دا ښۀ نۀ کوؤم پۀ خپله وژني چې پښتون پښتون اغياره چرته داسې نۀ شي کېدے بېل چې يو بل نۀ کړي بيلتون پښتون پوئ نۀ يم ولې او پۀ څۀ وجه کړو وران روغنتون او پوهنتون پښتون څۀ خو بدنام ئې کړو پۀ لويه نړۍ پۀ نيغه لار چې نۀ کړي يون پښتون نيت چې دي داوي چې جنګونه بۀ کړي بيا څۀ فائده ده دَ زيګون پښتون عبرت ترې واخله او نن ښۀ کار اوکړه بد چې ياديږي ستا پرون پښتون ډک دَ نفرت دا سبقونه پرېږده دَ مينې اولوله مضمون پښتون پۀ يوه ساه لګيا ئې ناورے دَ بل خبره څنګ بۀ خوري سمون پښتون سوچ دَ دنيا دے لګ شان ژوند تۀ اوکړه مه جوړوه ځان نۀ قارون پښتون څومره ښائست چې رب درکړے درله دومره ښائسته کړه اندرون پښتون مدام توابه درپۀ در بۀ ګرځي چې يو هم نۀ مني قانون پښتون ***** غزل بوج بۀ دي څومره مدام وړمه وړمه هسې مې مه چېړه نور غمه غمه زما او ستا خبره وي چې يوه اغيار بۀ خود اوځي دَ چمه چمه زمکه شوه ټوله دَ بارودو ډکه څۀ پۀ احتياط کۀ قدم ږدمه ږدمه بل ژوندون غواړم ښۀ عمل دَپاره دا ژوند خو تېر شولو پۀ طمعه طمعه دا دَ دُنيا دَ ناکړدو دَ لاسه پۀ خپله نۀ ګډېږي ډمه ډمه څنګه بۀ نۀ ځي پۀ غلطه لاره چانه چې ورکه شي لار سمه سمه زړۀ صبر نۀ شو ورله بوئيتلمه ګنې پۀ ډډه ډډه تلمه تلمه چې ستا پۀ خوا کښې خپل عزت نۀ وينم زه هم دَخوانه دي بس ځمه ځمه مونږ دَ دُنيا خواږه ليدلي نۀ دي لګ وخت خو راکړه راله دمه دمه نصيبه ! تا هم ښۀ ملنډې وکړې تل زه تواب يواځي يمه يمه _____________ ٢٠٠٢_٧_١٥____ الرياض ***** غزل دومره خفه چې شومه زه دَ خوشحالو نۀ مخکښې ساه رانه ولې نۀ وته دَ لوئيدو نۀ مخکښې اوس کۀ پۀ حال مې څومره ژاړې هيڅ ترې نۀ جوړېږي تا رانېوے نۀ شوم جانانه دَ وليدو نۀ مخکښې ؟ ماته اوس څله داسې وائ چې راګورے بۀ نۀ سوچ خو لګ تاله هم پکار وو دَ کتو نۀ مخکښې چې کوم کارونه دَ وړو دي هغۀ لوئ کوى نن ماله خندا راشې پۀ ځان دَ ژړيدو نۀ مخکښې داسې بې پامه دَ خطرو غيږې له څله لاړې څۀ بندوبست درله پکار وو دَ خطرو نۀ مخکښې هغوئ بۀ ټول عمر پۀ خپلو کړو پښيمانه وى بيا څوک چې ونۀ ويني پردي دَ خپليدو نۀ مخکښې يوه لمحه دَ جدايئ بغېر له تانه ګرانه چړه مې کيده پۀ مرۍ خېر دے دَ تلو نۀ مخکښې چې پرې زه ستادَ ښکلې مخ ديدن کولے نشم سترګې ړندې دې شي زمادَ غړيدو نۀ مخکښې داسې څۀ ښۀ کارونه وکړه چې دې ياد کړي خلق رنګ او بويونه خوروي ګُل رژيدو نۀ مخکښې بيا کۀ څۀ وائ خېر دے وايه خفه کېږم پرې نۀ ماته بۀ خپله ګناه ښے دَ قارېدو نۀ مخکښې پۀ داسې حال کښې بۀ زه څنګه پۀ آرام اوده شم يادونه ستا چې مې چېړي اوده کېدو نۀ مخکښې دا خو پيسه ده چې ئې رور رور سره وجنګوؤ پۀ دنيا امن امن امن وو پيسو نۀ مخکښې چې کارنامو ته ئې ټول خلق دَ جهان حيران دي چرته څوک نشته پۀ جهان دَ پښتنو نۀ مخکښې ولې تادې دې وه چې څه ته دي پرېنه خودمه ما وصيَت درته کوؤ دَ قتليدو نۀ مخکښې چې پۀ هر لور باندې بازار دے دَ ظلمونو ګرم تواب بۀ خود ليونے کېږي دَ بادرو نۀ مخکښې __________________ ٢٠٠٣-٧-١٩____ الرياض ***** غزل راولئ خېر دے بيا بيلتون راولئ زما فکرونو له سکون راولئ څوک کړي دَ کلې دَ بدلون خبرې ؟ کلے نۀ خپل ځان کښې بدلون راولئ دَ مرګ نۀ پس بۀ پۀ تمغو څۀ کوي څۀ خوشحالئ ئې پۀ ژوندون راولئ ورځ بۀ يوه هم پۀ کښې تېره نکړي دې اوسني وخت له مجنون راولئ دَ غربت دشتې بۀ ابادې شې بيا پۀ پښتونخوا باندې پښتون راولئ نن چې پښتنې له راځي دَ تواب دې دروغژنو له پرون راولئ ______________ ٢٠٠٠-٩-١٤___ الرياض ***** غزل بيا ي په توبو توبه ده دا ځلې تيروتی دی څه اوکړمه خدايه زړه مې داسې ځاي کيوتی دی مخ چې سحر تا د دروازې نه رابهر کړلو ماوې نمر په کور کې جوړ بيګاه ستاسو پريوتی دی نن دې څه ناشنا ناشنا خبرې له خولې اورمه بحث بيا مزغو ته د غماز درننوتی دی دې وخت کې خبرې د ګناه او ثواب ناورمه پريږدوۍ نظر مې د ښايست په دام کې نښتی دی بې لتا خبرې مې د چا سره زړه غواړی نه دا په ما تواب باندې څه تندر راپريوتی دی

دير چکدره -
بېرته شاته