(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څلوريزې او غزل

فطرت فرق په دواړو کې کول د هښيارانو کار دے څوک په سازونو باندې پاي څوک له سوزه مړ شی فطرت هيڅ کله نه بدليږی که پرې فکر وکړۍ ماشے په غوږ باندې سر بايلی مچ په پوزه مړ شی خدايه جام مې سترګې سرې نه کړې دا ځل راله خم راکړه سترګې دې راکړی دی ژبه راله هم راکړه ربه ربه راکه ربه راکه ربه راکه د خپل درد ترجمانۍ له ژبه راکه چې د ځان د راز د ځانه تپوس وکړم دومره واک خو د تهذيب قالبه راکړه چې دې حسن د تخليق پکې ځليږی يو جانان راله ددې سببه راکړه اور مې نه سيزی د خاورې نه خبر دے خو جنت هم راله بې د ډبه راکړه که نيستی مې درته ستايم بدی ښکارم څه هستی هم د مستۍ طلبه راکړه چې خپل ځان درته په چوتو سترګو ژاړی مست ياران راله يو څو بې ډبه راکړه چې په زړه د عندليب کې لاره وکړی يوه چغه له دې شورشغربه راکړه

فضل حکيم عندليب د [ځونډی]نه انتخاب -
بېرته شاته