(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رقـم

لویه خدايه لويه خدایه دا اختر په مونـږ مـاتم دی پښتانه بـې کوره شوي هر یو کور باندې جوړ غم دی د قسمت خواږه ټـول مونږ نه مرور دي رانه تښتي د ځوانۍ په دنکـه ونـه چـې خـوړلـی ئـې قـسم دی د رخسار په آئینه کې څه د وخت مخونه تور دي د سبا غېږه خـالـی ده پـه رڼـا کـې چـې تورتم دی چـې د نـن او د پـرون رنـګـونــه واړه لـېـونـي شـول مـحـبـت تـړلـي کـډي ځــان ځــانــې نـیـولـی چـم دی د ژوندون د حسن باغ کې ژېړ خزان د خندا شين دی د پښتون ښکلې وطن کې چې بیلتون اېښی قدم دی نسیم ستوریه عقـل ولـی خـامـوشـي ده اخـتـیـار کړي د پښتو په سر ســودا ده چا اخیستی پرې رقم دی

-
بېرته شاته