(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دا پښتــــــــــــون

پښتونخوادغرونوخواکښي= قدرتي ښکلې فضا کښي د جنت غوندی رغو کښي = آسماني رنګه بیدیـاکښي یو قوت قدرت څرګند کړ له هر چـــائې ارجمند کړ شو سیراب له زمریتوبه = آزاده لــه مریتـــــــــــوبه عزم ئې ټینګ ورکړوده له = بهـــــر ورله سړيتــــــوبه د پښتون په قوم ئې یاد کړ له هر قیــــــده ئې آزاد کړ پاک له هره خبــــاثتـــــه = له پستۍ له د نائتــــــــــه سر ئې تش له بــده فکره = زړه ئې ډک ؤ،له غیرته د میګون فلک را لاندي باک ئې نه ؤ په چا باندي چي د توري بې برېښنا شوه = پرې رڼه به پښتونخوا شوه چي نیستي ئې دده غوښته = د هغو هستي تـــــــالا شوه د دښمن مخ ته لوی غرو خو د دوست د بلا سپرو وې نیـــوله هېــــــــــوادونه = کړ د ځان ئې ډیر ملکونه ډېر شاهان ئې کړه بې تاجه = ډیر ئې کوز کړه له تختونه هم شاهۍ به ئې بخښلې چي په توره بې ګـــټلې نه د روغ نه ټیټـــــــــالونه = نه د ورور سره جنګونه نه پردي لاس کړې پرې لوبي = نې پردي ته کړه کارونه خپل ئې فکر خپل دماغ و خپله خوله خپل ئې ایاغ و خپله مېنه خپـل وطن و = خپل ګلزار او خپل چمن و د زاغــــــانو ګذر نه و = خپل بلبــل او خپل ګلشن و جوړه خوښه خوشحالي وه د پښتـــــــون پښتونولي وه نه پرې نوم د بې ننګۍ و = نه پرې داغ د غلامۍ و نه ګویا د بل په ژبه = نه ئې فخر په پستۍ و په پښتو ژبې ژوندون و ننګیـــالی آزاد پښتون و نه پوهیږم چي څه وشوه = څه بلا په کور دده شوه یوه توره تیاره راغله = سپینه ورځ ئې لکه شپه شوه دا تیاره د غرب له خوانه شوه چاپیره پښتونخوا نه پر پښتون باندې تور تم شه = خپل پردی پرې یو رقم شه تور ئې نه پیژند له سپیـــنو = د ښه بد تمیـــــز ئې کم شه رو،رو، ورکه بهتري شوه رفعت لاړئ کـــهتري شوه نفاق راغئ دده کور ته = شو وحدت له منځه پورته رنګ د وینو ئې بدل شو = شو روان د فنــــــا لور ته یو بدن ټوټې ، ټوټې شو هر یوهډ ذرې،ذرې شو دوی ګټله بل خوړله = دوی ساتله بل ترې وړله دوی به ېني تویولې = نور به خوښ و ، خندېدله خو چي مرګ وته نژدې شو بې قوتــــــــــه بې اسرې شو وطن خپل اختیار د بل شو = قوت خپل په کار د بل شو خپله ژبه خپله خوله کښي = پرې جاري ګفتار د بل شو باندي وشول ډیر ظلمونه هم هـــزار رنګ ستمونه اوس دمړه په شان بې ځانه = ناخبر پروت له جهــــانه نه ئې پوهه نه ئې کار شته = هر څه غواړی له آسمانه تش خپل نوم ورباند بار دی دا پښتـــــــون دائې کار دی

-
بېرته شاته