(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلي ترابی شعرونه تازه شول

پښتون قام دَ غېر غماز دَ ظلم ښکار شي څنګه دا پښتون قام بۀ رابېدار شي څنګه پښتون دا خپل خوي بدلوي ولې نۀ يو ورور دَ بل مرګ ته تيار شي څنګه چې راولو دَ خفګانونو خزان دَ خوشحاليانو بۀ بهار شي څنګه مونږه فضا ئې زهرژنه کړله اوس مو وطن کښې روغ بيمار شي ‌څنګه مونږ قلارېږو چې دَ نورو نه نۀ نور بۀ زمونږ نه پۀ قلار شي څنګه يو ځل نۀ څو څو ځله ئې راولو مونږ غل دَ څۀ ځائے بۀ څوکدار شي څنګه پېسې چليږي هر وخت څله وے چې لوهار ډاکټر، ډاکټر لوهار شي څنګه څو پۀ وطن کښې چې مو امن نۀ وي ښۀ بۀ روزګار او کاروبار شي څنګه داسې راوالوته هوا دَ نفرت بچ بۀ چينه،ګودر،چنار شي څنګه څوک چې خبر نۀ دي خو نۀ دي خبر داسې بې دينه دا ديندار شي څنګه دا چې پۀ خپله دَ ځان بېخ اوباسي دا بېختلي بۀ هوښيار شي څنګه څوک چې دَ حورو نۀ بس ځان ځاروي انسانيت نۀ هغه ځار شي څنګه مونږ دَ يو بل سېوري پۀ کاڼو ولو پۀ خپله خاوره مو اختيار شي څنګه دَ يو رازونه چې دي بل ته اووے توابه ستا بۀ څوک رازدار شي څنګه ٭====٭====٭ 2010/10/05___ الرياض ***** قسمت دَ پښتنو دَ زړونو نۀ چې لر نشي نفرت دَ پښتنو خراب به دغه شان وي تل قسمت دَ پښتنو پۀ نوم اوريدو غوني به زيګ زيګ شو په اغيارو افسوس نشته اوس هاغه شان طاقت دَ پښتنو پۀ لُور او خور سبق دے چا وېَلے داسې وائ دَ دې نه به نور څۀ وي جهالت دَ پښتنو تل پت،ښېګړه،توره وفا،ننګ ورسره مينه هم دا څيزونه اوس دے ضرورت دَ پښتنو يو موټے نۀ شوهر يو وائې زۀ يمه او زۀ يم اغيارو ځکه وړے دے دولت دَ پښتنو دا غم دے راسره کۀ داسې حال وي نو ورکيږي بدليږي ورځ تر ورځه روايت دَ پښتنو کارونه ئې دَ لاسه داسې اوشو اولا کيږي هېڅ څوک نۀ خوخوي اوس رفاقت دَ پښتنو بغېر دَ شر، آفت نۀ ګزاره ده ورته ګرانه هېر خلقو نۀ شو ځکه شرافت دَ پښتنو لمبې مو دَ وطن پۀ هره سيمه راخورې دې پۀ داسې وخت کښې راغے حکومت دَ پښتنو کۀ اوس ئې هم ځان اونه پيژندو نو داسې ښکاري دَ دې نۀ هم خراب به شي حالت دَ پښتنو پۀ خپله ئې ځان سپک کړو،دې کښې چاته ګناه نشته يوه کاسيره نۀ دے اوس قيمت دَ پښتنو خدايه ! هاغه تلي اتلان بيا راژوندي کړے زۀ غواړمه چې اوکړي تربيت دَ پښتنو تواب ترابى تل دغه دُعا کړي دَ خپل رب نه چې زړونو کښې پېدا شي محبت دَ پښتنو ٭================٭ 2008/6/25____ الرياض سېلاب دَ وينو سکون دَ ژوند چې لاهو کړلو دَ مخې سره زمونږ په سيمه دا سېلاب دَ وينو چا راوستو دنګ محلونه هم واړۀ کورونه ئې پرې نۀ ښودل ځائے دَ ادراک چې ؤ هغه سکولونه ئې پرې نه ښودل ډک دَ سرو زرو چې ؤ لوړ لوړ غرونه ئې پرې نۀ ښودل رنګ رنګ مېوې پکښې کېدې باغونه ئې پرې نۀ ښودل شاړ چمنونه شو ښائسته ګلونه ئې پرې نۀ ښودل دَ نۀ کېدو چې وي هغه کارونه څۀ له کوي زمونږ په سيمه دا سېلاب دَ وينو چا راوستو ډېر دې حالاتو لېوني کړل در په در ګرځي اوس لوئے او واړۀ پکښې دَ کور کلي بهر ګرځي اوس ترس په چا کښې نشته خېر کۀ څوک نهر ګرځي اوس روغ جوړ لا څۀ چې بيماران کډه په سر ګرځي اوس خلقو نۀ واروپار خطا دي په خطر ګرځي اوس دا سوچ ئې نۀ وي چې ښېرې دَ چا دَ زړۀ به اوځي زمونږ په سيمه دا سېلاب دَ وينو چا راوستو دا به څۀ کېږي دلته نۀ دي چې ځانونه محفوظ ګران عبادت شوهر ځائے نۀ دي جماتونه محفوظ دا تباهي ده دَ هېچا نۀ دي کارونه محفوظ دَ بې ګناه کسانو هم نۀ دي سرونه محفوظ څنګ داسې حال کښې دَ وطن شي بيادونه محفوظ حېران يم څوک ورته وئ دا دي دَ ثواب کارونه زمونږ په سيمه دا سېلاب دَ وينو چا راوستو وخت هاغه نۀ دے پښتانۀ وروڼه دي شر نۀ کوي هغوي شړل غواړي چې څوک دَ مينې کر نۀ کوي چې وي بدنيته نو خبرې ئې اثر نۀ کوي دومره ظلمونه په بشر باندې بشر نۀ کوي دا مونږ چې څۀ کړو خوشحالۍ به پرې کافر نۀ کوي؟ لږ پښتنو له هم په دې خبره څوک پکاردے زمونږ په سيمه دا سېلاب دَ وينو چا راوستو دا چې ظلمونه ئې دَ ظلمونو انتها ته رسي دا سوچ ئې نۀ وي چې فائده به دَ دې چاته رسي # دروغو کلي وي وران کړي چې رشتيا ته رسي داسې کارونو باندې ټول دَ غم صحرا ته رسي مونږ په غارونو کښې اوسېږو نور خلا ته رسي توابه پاتې يو دَ چا سيالي کولے نۀ شو زمونږ په سيمه دا سېلاب دَ وينو چا راوستو

2009/3/13___ خپل کلے Tawab Turabi -
بېرته شاته