(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جریستان**** ټګه زمانه شوه

سوټ پزې! ډیر ډاریږې د مرګ له آوازې د عزراییل له ویرې کړکۍ د ټول بینوا تړې اخیربه یوه ورځ ننوځی لکه قارون په مځکه ټول به وي بینوا به وي ته به نه يې

جریستان

په دنیا کې یو هیواد شته د جریستان چې تر آبادي يې ډیره ده ساحه د قبرستان مشرانو يې ګرو کړی دی هریو خپل ایمان تر ولسه ډیر ورته ګران دي ګاونډیان دا مسلمان ملک دی په نامه د جریستان پاچا يي دی یو ژړانده ماهر شعبده باز څلوروېښت ساعته په خوله وهي ساز په ټولو خلکو پلوري د خپل خدمت ناز په توره شپو ننباسي تک سپين سوییان دا جادويي ملک دی په نامه د جریستان مرستیالان یې دي ګیلن والا کلینران اوس لکه خاکي مداري شوی مداریان ټوله ورځ جنګوی موشخرما او ماران ښه پوهیږی دځان په ګټه دخلکو په تاوان دا عجب ملک دی په نامه دجریستان وزیران یې لري لکه اوښ پيزوان په هر کرسۍ کتل کیږي لکه بوټان ټول جامع الکمالات دی په خپل ګمان لکه ربوټان یوازې پېژنی خپل باداران دا کمپوتری ملک دی په نامه د جریستان وکیلان یې دی بې ازاره غټ قاتلان له موره زیږېدلی دی مسلکی قصابان هغوی د ولس شوی دی اوس ترجمانان هلته غله امران دی مجرمان دی لیکوالان دا د قانون ملک دی په نامه د جریستان هلته فساد او غبن ډیر دی پرېمان په مشرانو کې یې نشته یو باایمان په کې ارزانه د ی خون د انسان ولس یې ژوند کوی لکه پسان دا د سولی ملک دی په نامه د جریستان څوکۍ ورکول کیږي په اساس د جرم وکیلان ټاکل کیږي په اساس د ظلم هلته خوار دي خاوندان د پوه او علم د هغو د مشرانو اولیا شوی دی شیطانان دا عجب ملک دی په نامه د جریستان هلته واک لري غداران او لاس پوڅي په کې دهر ملک جاسوسان کوی خا لپوڅي وژل او بندی کیږی یوازی خبرلوڅي دلته یوازې خوشاله دي مجرمان اورندان دا نمونه ملک دی په نامه د جریستان هلته آزادی شته دغلا اوبنده ګي هر یو یې په خپله سر ډنګوي ټول ملت دی د پردیو په ګروي له مجرمه نه شته هیڅ پرسان دا ښه ملک دی په نامه د جریستان په دولت راټول دی ډالرمریدان دولت آوار کړی د یغما دسترخوان لپاره خپلو دوستانو او برادران هلته هر خایین بلل کیږی قهرمان دا اتل ملک دی په نامه د جریستان هر یو یې وایي زما خر هلته زه هلته ټوله دی مړه شی امان دی وی زما سرته ټول شوی ژورې د خپل هیوادبدن ته د چوره او غلا وروسته شی یویو مسلمان دا ښه ملک دی په نامه د جریستان

کنايي: پر خپل سر ډنګول(بی سلا کار کول)؛د یغما سترخوان(غلا او چپاول) زماخر هلته زه هلته(هغه څوک چې یوازې د ځان ګټه غواړی) ټګه زمانه شوه

داځای د لوټمارو ټینګه اډه شوه د غلو دولت د غلو ارګه بارګه شوه ورځ توره تیاره او شپه رڼه شوه غدار ته د مشر ویلو زمانه شوه ټګه زمانه شوه د دوک کانه شوه سقا وي راژوندی شوه دوباره سقا زی ته د ماما ویلو شوه زمانه د استقلال له یادونې ویرېږې ټوله هیواد د غدار نو دارالخلافه شوه ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه د اتل له ګوره راووتل بهرچینجان ځینې ګیډران ځینې شوه لیوان نرانو واچوله پر خپلو سرو پټوان وخت د شوله بخواو پرده شوه ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه دمشرانو زوی ورور شوه سوداګر هغوی د خپلو پلرونو شوه کماییګر لوټماران ټوله شوه ښه توانګر د زور مټو او خونکارویارانه شوه ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه دلته آزاد شو ل رمې ته شرمښان په قراردادنو کې ټولو شول غنیان زوی اخلي د مرمیو ضد موټران په آبا يي د هریو لس زره ډالره ذمه شوه ټګه زمانه شوه دا عجبه یارانه شوه دحج وزیر یې تسبی اړوی دی په سجده د حاجیانو د قرباني پیسو ته دی خزه د برېښنا وزیریې د چم سره لري اړیکه د ایران په زړو توربینونه موګذاره شوه ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه د اتل انځور شوی نښان د حریت په درواغو ولاړ دی زموږ حاکمیت لکه د ګاډۍ آس روان دی دولت والیانوو ته د پاچا امر پوکاڼه شوه ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه د خونخوارو و بښله جرمانه شوه دمجرمانو او زورمټو یارانه شوه غله د مشر په امر خلاص له شاقه شوه پاته دچا نوره د لته کومه ماڼه ګیله شوه ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه مخالفت د څوکۍ لپاره شوه بهانه په دوبی کې د قصرونه شوه مقابله د بیت المال د تښتولو شوه مسابقه د ډالروځغلول یوه عادی کیسه شوه تګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه په موږ د لیونیانو شوې ده کانه دشهیدانو مو هیر ه کړې ده هدیره له شهیده پورته کیږی سیاسی ګټه شیطان ته ډالۍ د ملایکو درجه شوه ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه داهیواد د ګیدړا نو شوه دیره زمریان شوه د موزکانو په قبضه لیوانو ته برابره شوه د داړلو زمینه د نفاق لپاره ټول شرایط آماده شوه ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه دلته موډ شوي دي ښکروردرواغ شاړې ته ویل کیږي د شالیمار باغ سپينی کوتر ی ته ویل کیږی تور زاغ دلته د پښه پر پښه اړولو بیا دوره شوه ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه دلته په سپينه ورځ تشیږي بانکونه په سپينه ږیره خلک اخلي رشوتونه هر بدماش دټاپو لري کلکسیونونه د شنو سرو راسته چپه ټاپو دوره شوه ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه دیموکراسی د چاقو لاستی شو دغلو لاندې د سپنو کوترو شوه تر وزرو تیل شوه د غورازه او دریدلو موټرو په خوارانو پيل شو وارونه د لغتو سوکو زموږ ناغیړۍ په نړۍ کې اونمره شوه ټکه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه پاکستان راته جوړ کړه رهبران تښتیدلی یي ورته کړه پيروان کومندانان يي کړه ورته لغړیان زمریان اوس د ګیدړو په ولکه شوه ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه په ټاکنو لګول کیږي میلیونونه ډالره یو ټاکنه يي دوې کړې له اوله سره په جنګ کې کله ټاکنې کیږي بې خبره په اشغال کې د ټاکنو پورته ولوله شوه ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه دشورا غړی کیدای شي امیان قوانین جوړوی دلته جنایتکاران ځکه پر مخ نه ځي زموږ کاروان د هر غدار دلته مخ و شا کیسه شوه ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه ټوله نړۍ دې ښه ټاکنو ته حیرانه ده دشورا پنځوس په سلو کې له ایرانه ده نوره يي د امریکا روس او پاکستانه ده په شورا کې د افغانانو صفر سهمیه شوه ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه دا افغانستا ن شتون نه لري تجزیه مشر مو ورکوی هرملت ته یوه ناحیه مشر مو غواړی دا هیواد خوشبخته طالبان او القاعده هغه ته یوه بهانه شوه ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه د امریکا دیموکراسۍ مه کوه پرسان هغوی لري دلته آزادۍ د بمباردومان ځینې کلکسیون جوړوي د غړو د افغان د لته دتفنن لپاره د د افغان د وژلو میله شوه ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه دې ټاکنو د نړۍ سترګې کړې رانجه هغو رای ورکړه چې پر غوږ یې وه مانجه هر څه کیږی دوطنپلورو په خوښه بیا وسلوال سپاره رسمی زموږ په شانه شوه ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه وايي افغانستان باید شي تجزیه افغان یې پاک ته کلینتن کړه تحفه د بلک په عقل افغان بایدشي دوه پله د افغان لپاره د بیړاګانو د فیصلو دروه شوه ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه

-
بېرته شاته