(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ای پښتو

پښتو بچي دي ګونګیـان شـوي دي په غلا غږيږي پخـپله خـاوره کې د ژونـد ســره بــې ســاه غږيږي د وجود بـاغ کـې ئــې غـوبـل درتـه جـوړ کـړي پښتو د ذهـن بـاغ کـې ئــې لفظونـه د بـل چــا غږيږي دا چې د وينې د غـېـرت بـڅـری مـړ ښــکارې نـن د محبت په ځـــای نــفـرت سـه پـه ســـلا غـږيـږي پښتو دا ستا په سر چوکۍ وګټي ځان ترې ورک شي تا کړي بیا هیره ستا په سر بیـا د سـودا غـږيـږي د طبیعت زړګـی ژړيــږي عـقل ډوب پـه اوښکو سـبـا د نـــن او نـــن سـبـا ســه بــې وفــا غـږيـږي ګرانې پښتو زه او نسیم ستوری په تـا مین یــو ستا ګــنــګار پــه پـردي ژبــه بــې مــانــا غږيږي

-
بېرته شاته