(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تاريخ

انتخاب.....عندليب....دير که د نمرود د دروغجنې خداۍ وس رسيدے د ابراهيم نوم به خاکم بدهن خاورو کې وه که د انسان په حافظه د ظلمتونو راج وے نو سقاراط به چرې هم د تاريخ پاڼو کې وه؟ په فراست که فريسيانو اجاره لرلے د مسيح نوم به ي کتاب نه شوکولے نه وے؟ که د انسان په ذهن حکم د يزيد چليدے د حسين ذکر به ي وينو کې مښلے نه وے؟ چې د تاريخ مادی تعبير دې د ايمان حصه ده د روحانی اعتباراتو معجزه نه منې؟ چې تر څو شپه وی سپينه ورځ به د چا هيره نه شی خودفراموشه ، د اضدادو فلسفه نه منې؟ زما په نوم باندې چې هر څومره سياهی ومږې د شب پرستو په افسون به رڼا توره نه شی يه په حال مسته ، درخشانه مستقبل زما دے سپوږمۍ که تندر کې راګيره شی څه نوره نه شی

جون 1967 -
بېرته شاته