(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلی خیال محمد کټوازی څوشعرونه

یادونه: د ښاغلی انجنیر عبدالقادر مسعود له خوا د ښاغلی خیال محمد کټوازی سره د شوی مرکی اخری برخی څخه دلته ولیکل شو

بت یــــوګــــل دپســــرلــــي وم ژیـــــړه پــاڼـه شوم دمنې پــــه لاس کـــــې مــې کیکاږي ژوبلوي مې حرمونې میچنې په ماګـرزوي عطـــــرونــــه رانــــه بـــاســــي په څڼو کې مې نه ټومبي ددغـه کلــــي نــــجــــونــــې یـــو بـــت دزمـــانــــې ومــــه انځور دغره په زړه کـې باروتو رانه ورانې افسانې کــــړلــــې لـــرغــــونــــې زمــــوږ دزاهــــدانـــو دیـــهـــودو غــونـدې خوی ده دژمي په یخنۍ کې ړنــــګوي دخـــلکــــو خــــونــــې کــــړ کیــــچ دګڼــــو ږیـــرو مـــهـــاجـــر کــړو له وطنه دبخت پاڼه که واوښتـــله بیــــرته یــــو ورتــــلونــــې دعصـــر لــــه کــــاروانه « خیـــاله » ځکه شولو پاته دجهل خپکیو ټینــګ نیــــولي یـــو تـــر ستـــونــــې ************ بد لون یــــو جـــام راتـــه جـــانـــا نـــه د جـــنـــون راواړوه دصــبـر پـه چـوپـتـیـا کـې مـې پاڅـون راواړوه دعـشــق د سـمــندر دقـسـمـتـو نـو جـالـوانـــــــه دبـــر خـې پـه تـوپـان کې مې بـــد لون راواړوه دهجر د تور تم دسپېده چاودپه سرانجام کـې ســـپــیــن مـخ لـکـه دلـمـر دســبــاوون راواړوه دبـنـګو پـیـمـا نـه راکړه دستر ګـو لـه خـمـاره یو،اور مــې په ګـوګل کې دلـړ مـون راواړوه زمـا دســــــوې زړه دفـریــادونــوســر طـبــیــبــه درمــل مــــې درنـځـو نــودبــېــلــتــون راواړوه چې لاره ترمنـزله یـې پـه لـروبـر کـې یـوه شـي دې ور کـو پـښـتـنـو تـه پـیـو سـتــون راواړوه دژوند کرلی بـــڼ دی په سېلیو کې بـهــاره د«خیال»دهیلو ګل پکی زرغون راواړوه ********** د ستورو ورا ګلشن په ګلوښکلی دی کېډۍ ورڅخه مــــــــــه وړه چمن یې رنګین کړی دی غوټۍ ورڅخه مــــــــه وړه په دښته دآسمان کې یې رڼا لګې تــــــــــورتــــــــمه د ستورو د وراناوې ده سپوږمۍ ورڅخه مــــه وړه دسیندپه غورځنګونوکې مستي یې دزړه هیــــــله کبان ورڅخه مه وژنه هیلۍ ورڅـــــــخــــــه مه وړه دا غشې دلیندیوڅخه وبــــــــــاســـــــــه صــــــــیاده بیدیاورسره ښه برېښې هوسۍ ورڅـــــــخه مه وړه نسیم دپسرلي ورسره لـــــــــــوبــــې کـــــــــــوي بازه دازرکې دې که زاڼې توتکۍ ورڅخه مـــــــــــه وړه ادم چې په دې ځمکه خـــــــلیفــــــــــه د الاهـــــي ده دژوند ښکلې توښه یې دا نــــــړۍ ورڅخه مه وړه ترڅوبه په دې غرونودتــــــــــاسیوری ګرزې دېبه د«خیال» دزړه دمینې ښاپېرۍ ورڅخه مه وړه ************ هوډ دامینه دمجنـــون ده ، دریــــدلای ورتــــه نــــه شــــي یـــاتـــــوره دپښتــــون ده ټینـــــګیدلای ورته نه شي جنون دعاشـقــــي یــــې رهنـــــمـــــا دپلـــــټـــــون دی سنــــګــــر یــــې دی نیـــــولی راوتــلای ورته نه شي که هوډ دقربـانـــۍ دپـــــروانــــې درســـــره نـــــه وي عشـــق بـــلـــنده ډیـــوه ده کــــړیـــــدلای ورته نه شي دزړه له هــــره ټپـــه مـــو دویــــنـــــو فـــــوارې ځــــــي شــــعــــار دازادۍ دی تـــــم کیـــدلای ورتــه نــه شي د « خـــیــال » دزړه غوټۍ چې پرهرونه درته سپړي داښکو له باران ســره کتـــــلای ورتـــــه نـــــه شـــــي ********** پښتو ځوانه که پښتو وايې نو ښه پښتو به وايې دغه دجنت له خواتوښه پښتوبه وايې ته د درنوغرونوپه لمنوکې لوی شوی یې سپکه خوبڼکه ده،درنه پښتو به وايې ښه يې له پرديوزیږوتوروڅخه وچڼه ستا ژبه سپېڅلې ده سوچه پښتو به وايې داد ګلو ونه چې وطن پرې ښکلی شوی دی څانګې ورنه مه شکوه نږه پښتو به وايې اوس يې چې ګرېوان ته تورلاسونه ورلوېدلې دې ښه په لمن پاکه پښتنه پښتو به وايې ژبه خوپسول ده د ولس دښکلا ناوې ته ګل غوندې سمباله په ګاڼه پښتو به وايې ځنې غمازان يې د اوګرې غوندې لړي سره ستا څخه مې هیله ده خوږه پښتو به وايې بیايې دنړۍ له سترو ژبو سره سیاله کړه ځانته که افغان وایې کره پښتو به وایې ښکلې امېلونه دشعرونو ور په غاړه کړه «خیاله» ښه مهینه ښایسته پښتو به وایې

د مرکې د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړئ pashtoonkhwa.com/?page=pashtoonkhwa&id=975 -
بېرته شاته