(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښاغلی طاهر خټک څو شعرونه

اکتور یم لوباومه یو کردار دا انسانیت راوان یم په دستور او نهء په لار د انسانیت په فعل د انسانیت باندې اکثر یم خجل شوې ډیر کم راپیرزو شوې افتخار د انسانیت دا غله ء سزا زما شوا او ستا پړې زما غاړه که او نهء کړم ټپه په یکه زار د انسانیت رندانو ته زهء نهء وایمه ښه وي به خراب خو وایه شیخه ستا دې کوم یو کار دانسانیت شاعر او دنشور او فلاسفرې بوله هله طاهر ا چې پوره شي په معیار د انسانیت

۲۳/۱۱/۲۰۰۶

بس هغه چې د مینې له مداره یو وتلی که بلنګه کړو خبره نو له کاره یو وتلی بس هغه چې پرېیخې مو د جګو غرو لمن ده بس هغه وخت د کلی او له ښاره یو وتلی خزان چې رانزدې شي بیا مو اوشړي چمن تا د ګل په زمانه کښې له بهاره یو وتلی ټپې ملالۍ نه ‌‌ء شوو چې بېدار وې میوندونه اوده اوده نغمې یو له ستاره یو وتلی مجرم د اناالخق یودار دې څه شو محتسبه ځنډمن نه ء شې ګني درنه له داره یو وتلی مونږ کله لکه لعل نه ء یو طاهرا ځلیدلی مونږ کله چې له ژامې د ښاماره یو وتلی

۲۴/۰۱/۲۰۱۰ نوې ټوډیني استوګنه ځاې (الجرف) عجمان ( عربی امارات)

چې له خیرات دې ډکه نکړه د ګدا لمنه ډکه دې مشه دغه ډکه شرمنده لمنه د بې ننګۍ مې د اطلسو لمن نه ده پکار په ننګ مې ښه د ا څیرې ویرې د خنتا لمنه تا د جفا لمنه ډکه پکښې واړاوله ما چې درویړه کړ له کله د وفا لمنه هسې مالیاره زړه ء دې تنګ دې ګني ښه پوښیږې چې زه به څه درځنې یوسم په دې بژه لمنه ډیرې خیرې مې په طاهر زړه کښې راوټو کیدې چې له محفل دې پستنه کړم بې نوا لمنه

چې د مینې لا دستوره بر خلاف وي نور ي څه کوې که ناست په اعتکاف وي کومه بله یوه ګناه مې کړې نه دې هؤ سرزد به مې ده مینې اعتراف وي چې په پت ده صنوبر د ګل په شان وي خیشت ې څه که ښاپیرئ د کوهقاف وي ما په دار کړه د منصور میراث زما که ستا په خیال که محتسبه دا انصاف وي د ماړه زاهد چې وږې همسایه وي وا زاهد په د زوهد احتلاف وي چې په زړه ءکښې کنډ کپر لکه طاهر وي تش د خولې لباس ې څه که موشګاف وي

۸ /۲/۲۰۰۷ شارجه مرکز دیره

تحقیق ته د ا دکیمیا نه ځي هنر ته نظر نهء ځي دا قام سترګې ړندې شي چې دفتر ته نظر نه ځي که هرڅومره پراخ زمونږ نظر شي په معنه کښې دا حسن دا خلقې نه مو باهر ته نظر نه ء ځي که څو ورته آنې بهانې ګلان ښائم په ګوته ګلرنګه خو ستا در نه مې بل در ته نظر نه ء ځي د قام نظر زمونږ په انځورونو پسې سر وي پرکار غوندې دائرې نه مو باهر ته نظر نهء ځي تر څو چې مو نظر په ګودرونو جونا شمارې تر هغې به ناړې د بحروبر ته نظر نهء ځي اغیار خو دې دا ځکه د حرم څوکیدار شول له نیله دې چې خاک د کاشغر ته نظر نه ځي چې کومې لارې لاړې دې منزل تا د کامونو بد بخته دا ستا هغه راهګزر ته نظر نه‌ء ځي بنده چې دا واړو واړو خدایانو شې طاهرا دا هغه خلکو الله اکبر ته نظر نهء ځي

د ستا له رویه د هر څهء پرېوزی که د ساړهء که د غرمهء پرېوزی ځکه خو ستا محفل تا ډېر ډېر راځم ګله چې دلته زما زړهء پرېوزی دعشق منزل تا سترګه ور رسیږی په دغه لاره کښ ړندهء پرېوزی # پرونۍ تهء په کنډاو څهء واوړېدې چا وې چې لمر په لمر خاتهء پرېوزی چې د قیصې دومره شیرنې کوې که دې د خولې نا ګابینهء پرېوزی ناصح د عشق په کیسو څهء پوهیږی ما ته د سر په بدل شهء پرېوزی چیرته چې ستا له زلفو ګل پرېوتې هلته تر نن پوري سوارهء پرېوزی طاهرا هغه سر غوڅ کړې بویه چې په درشل کښ د یار نهء پرېوزی

زوړ غزل کتابی شکل تا د لیکلو نیټه ۵/۱/۲۰۱۰ عجمان توډینی کامپ عربی امارات MAHMOOD KHAN(TAHIR KHATTAK)KHURRAM KARAK -
بېرته شاته