(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

ځواني می تیره شوه آرمان می په زړه زنګ پاتې شو دتنکۍ میني ښکلول په ما قلنګ پاتې شو رقیب په خوله له ما چالاک دئ یار يي تیرایستلو زه اوجانان يي په جګړه کړو دې تر څنګ پاتې شي بڼ او بڼوال يي دواړه ووهل زما په تور کی ځکه دګل په مخ زما دوینو رنګ پاتې شو ټول دوښمنان دمیني خاندي راته شنه پراته دي زه يي ورمخکی کړم اغیار می روغ له جنګ پاتی شو دکلي لر بر يي زمونږ په خپلو ورونو وران کړو نه دندانسی شته نه نکریزي نه لونګ پاتې شو دوخت ګلاب يي تومتي کړو چی اغزي يي ډیر دي ځکه شیخانو ته بس یو بوټئ دبنګ پاتی شو دزړه هنداره يي راماته کړه مونږ پوه نه شولو دخدمتګار تر غوږه بس دهغی ترنګ پاتې شو

محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی -
بېرته شاته