(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ورانوم دي څه ودانوم خو دی نه !

اې د پسات دوده! ملادي تړم څه د پښو نیسم خو دي نه اې د اوګرې سینده! ځای وم دي څه خوشی کوم خو دي نه اې د خوردې غړوپه! غړپم دي څه توی وم خو دي نه اې توره بوشه خره! نالوم دی څه درباندې سپریږم خو نه اې زما وفادارو سپو! زمریان وم مو څه کوچوم خو مو نه اې لویه لکۍ موږکه! لوشم دي څه ایله کوم خو دي نه اې کوږ ه اوښه! د خره پسې تړم دی پيکه کوم خو دی نه اې د سرکس زمریه! برېتونه دی خرېیم سپتانه در اړوم خو نه اې خړ جنګي کرکه! په کارغه دي نیسم ایره کوم خو دی نه اې پېشو پړانګه! په موږک دي نیسم په یوه ایکۍ کوم خو دی نه اې جنګي افغانانو! پړۍ در اچوم څه تړم خو مه نه اې طالبانو! ولس غولوم ستا سره سوله کوم خو نه اې د سولې د غونډې مشره! ستا جبعه ماتوم څه غمبر درباندې کوم خو نه اې تاریخ سازه ولسه! پر خپل سر یې ډنګول ستا په کیسه کې یمه خو نه اې توریه اوباما! اخیر پښتو ته درلویږم مچوم یې خو نه اې ځان ایغر ګڼلې اولسه! تر اوبو دی نري کوم څوړې سترګې کوم خو دی نه اې پښتون اولسه! بمباردوم دي له جنته ګرځوم خو دی نه اې خوارکی تاریخه ! خپل بار تر منزله رسوم بیا تکراروم خو دي نه اې سوټ پزې کلینره! اخیر پاچا کوم دی ایرې په خوله کوم خو دی نه اې زما دوستانو! زه پښتون غځوم نازومه یې خو نه اي زما مخالیفینو! نس مه صابوني کوی زه پښه ټولومه خو نه اې ملعون شیطانه ! پر اوږو دی سپورم بې امري کوم خو دی نه اې د محشر امتحانه! ناکاموم دی څه بریالی کومه خو دی نه

کنايي نس صابوني کول ( هېله من کول)،پر خپل سر ډنګول(بې سلا کار کول)؛ پړۍ په غاړه کې اچول(تسلیم ول)، په پښو کې لوېدل ( ډیر عجز او زاری کول) ؛ له پښو لوېدل ( ناتوان کېدل)، پیکه کیدل( خړ کول)؛ سپیتانه اړول( شرمنده کول)؛ ایره کیدل( خړول)؛ په ، تر اوبونري کیدل( ځور او شرمنده کول)؛ ځان ایغر ګڼل(ځان لوی او واکمن بلل)، څوړی سترګې( کښته سترګی)؛ دتورو نخودو پسې استول ( په بهانه استول)؛ له غاړې اړول( له ځانه اړول)؛ خپل بار تر منزله رسول ( خپل کار ترسره کول)؛ ایري په خوله ورکول( څوک بې برخی کول)؛ پرمځکه ننوتل( شرمنده کول) ؛ پزه پری کول(خړ کول) ؛ د پښو ټولول( له کاره لاس اخسیتل. -
بېرته شاته