(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جنګوته څه حاجت دی

راشی خپلوکی سلا شو جنګوته څه حاجت دی د یو بل په درد دواه شو جنګو ته څه حاجت دی راشی یو بل ته لاسونه د وروری ورکړو په مینه خواږه وروڼه په رښتیا شو جنګوته څه حاجت دی جنګو کی بربادی او تباهی نه بل څه نشته راځی خپله نور خیر خوا شو جنګو ته څ حاجت دی د غلیم په لمسون څو به ورانوو خپل کور او کلی په حقیقت که لږ اګاه شو جنګو ته څه حاجت دی داوطن مودپت او عزت ډک د ټولو کور دی په څه خپه ولی جدا شو جنګو ته څه حاجت دی دښمن مو ګټه اخلی موږ چی خپلو کی جنګیږو فکر وکړی نور تباه شوو جنګو ته څه حاجت دی وطن والوسوله امن ضرورت د ټول بشر دی راشی سوله کی بسیا شو جنګو ته څه حاجت دی

-
بېرته شاته