(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سترګې مو په لاري

اِی زمــوږه ښـکلي پـښـتونـخـوا زړه مـي درزیــږي تـابـانــدي لـه هـرلـوردې دښـمن ډزي چــي کــیـږي ویـره مـي راځـی چـي ستا پـښـتو بـه رانـه لاړه شي داحـال کـه زمــوږ وي هـرپـښتـون پـه دې ویـریږي سترګي مو په لاري چي به کله ستا زامن ويـښ شي کـــلـه بـــه د تــا د ســبا ســـتوری پـــري راخــیـږي تـــه خـو غــیرتي وې ستا زامن هـم غیرتمن وه ټول ولــي نــن پــه تــاکــي بــي غــیرت ډیـر لیدل کیږي تا باندي چي ویاړي په خپل قام کي لوی عـزت لري ستا په ننګ چي ننګ نکړي پاګل غوندې ښکاریږي ستا د مینې یــاد کی یي چي تخــت د ډهـلي هیرکـړو نــن ولــي پــه تـابـانــدې زامــن ســتا نــه نــازیــږي څـومـره بـي نـنګي ده چي زامـن ستا واکـداران شي ســـتا ژبــــه کــي هــیره ګا ونــډی بانـدي ویاړیـږي ســتا فـطرت صفا ده لـه پـاکي څخـه جـوړ شـوی ده سـتا زامـن هـم پـاک دي پــه پــاکي بـانـدې لـویـیږي څـوک چي نـنګ وعــار ستا پـه لوړا بانـدي ونکړي مـه وایـه سـتا ځـوی ده چـي پـه تـابـانــدي شـرمیږي څـنګه بـه بیا ځـان تـه موږ ږونـدي وایـو(علي خـانه) ژبــــه،پـښـتونـخـواو پـښــتونـولي رانه مـــړه کـیږي

-
بېرته شاته