(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

انتخاب...عندليب

ما په هر ځاي کې چې دی مړی د هابيل ليدلی ورسره پل مې شا او خوا کې د قابيل ليدلی کوم ابرهه چې مې کعبې ته کله سپک کتلي پسې رالوتی مې يو سيل د ابابيل ليدلی د وخت نمرود ورته که هر څومره لمبې تازه کړي خو زمانې په سرو ګلونو کې خليل ليدلی چې هر ماښام ي اوښکې شوري د ليمو په سوکو ما د يتيم ويرجنو سترګو کې قنديل ليدلی نورې د سرو ډوليو باج څپو ته نه ورسپارو له غورزنګونو مو لويدلی رود نيل ليدلی

-
بېرته شاته