(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خدمتګار شعرونه تازه شول

ټینګ باور د مینيګل نه پاڼې تللي اوس ډنډر پاتې دئ کلئ مو وران شو کلیوالو بس کنډر پاتې دئ خوا درقیب لا سړه نه ده او اوس هم تاویږي ځکه دکور خاوند حیران او قلندر پاتې دئ د چنا ر و نو سر ه و سو لو ما لي ا و ما لیا ر اوبه د ژوند چا بندې کړي وچ ګودر پاتې دئ دکلي خلک برمته دي دژوندون په تور کې څو چې نفاق پردئ ټوپک او زور اور پاتې دئ دلته یوه توره بلا توره شپه کې ګرځي پټه نومونه ږد ي د بیلتانه څو مو ټبر پا تې دئ افغان ولس يي دئ ویشلئ په خپل کورکاله کې بس خالي نوم اوس د کابل او پیښور پاتې دئ څو د ا مو او ا با سین تر منځ یو نه شي ولس د غه بلا به مونږه خو ر ي دغه خطر پا تې د ئ که غواړۍ و اوسۍ سرلوړي په خپل کور او کلي خپلو کې یو شۍ دا د لوي غفار نظر پاتې دئ یوځل که لوي افغان جرګه شي خدمتګاره پوه شه دا لوي وطن به بیا جوړیږي ټینګ باور پاتې دئ

سا نیولئ دی راغلئ یم لیدو ته بس ولاړ یمه دپورې ورتمبو ته ستا لمنه می نیولې ده په هیله ما له ځانه سره بوځه پسرلو ته په بیلتون کی دی ژیړیږم لکه پاڼه ګله پاڼه دې پری نږدې رژیدوته له اغزیو دې ګیله او مانه نه کړم خو اغیار می دئ ولاړ سرغوڅیدوته کشمالئ یم بوی مې خوږګُناه می داده لکه ژبه چی ګُناه ده پښتنو ته دمالي او مالیار پام يي په بل لور کړو چاچی اوردئ پورې کړئ دې بڼو ته له امو نه تر اټکه پوری وسوم خدمتګاره څوک می نه ګوري لمبو ته محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی

[color=gree]غزل ځواني می تیره شوه آرمان می په زړه زنګ پاتې شو دتنکۍ میني ښکلول په ما قلنګ پاتې شو رقیب په خوله له ما چالاک دئ یار يي تیرایستلو زه اوجانان يي په جګړه کړو دې تر څنګ پاتې شو بڼ او بڼوال يي دواړه ووهل زما په تور کی ځکه دګل په مخ زما دوینو رنګ پاتې شو ټول دوښمنان دمیني خاندي راته شنه پراته دي زه يي ورمخکی کړم اغیار می روغ له جنګ پاتی شو دکلي لر بر يي زمونږ په خپلو ورونو وران کړو نه دندانسی شته نه نکریزي نه لونګ پاتې شو دوخت ګلاب يي تومتي کړو چی اغزي يي ډیر دي ځکه شیخانو ته بس یو بوټئ دبنګ پاتی شو دزړه هنداره يي راماته کړه مونږ پوه نه شولو دخدمتګار تر غوږه بس دهغی ترنګ پاتې شو

-
بېرته شاته