(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د وطن فر یاد

د ملی احساس لرونکی د غیرت ښا یسته ځوانان څه شول په یوه زړه او په یوه خوله هغه ښکلی ښه یاران څه شول په د فا ع د خپلی خاوری یې خپل ځانونه قر بانی کړل په لوړهمت غښتلي په ننګ پوره هغه غا زیان څه شول په جرګو او مشورو به یې زمونږ ستونځۍ آوارولی د قا نون په ټغر ناست هغه وتلی داوران څه شول په چو پړکی دوطن چه به زړه سوانده وه تر ټولو د میړاني د هویت هغه غښتلي نومیا لان څه شول و طنپال د خپلو خلکو شپه او ورځ به کړید له د غیرت په تارتړلی زمونږ منلی مشران څه شول چه په توره یې دا خاوره دد ښمن نه تل سا تله دابا توره باغیرته دولس په نوم هغه اتلان څه شول چه خپل ځان یې قربانی د خپلی خاوری اووطن کړي د وطن د مور په غیږ کی هغه تللې شهیدان څه شول د انصاف او عدالت پر قضاوت چه شول مشهوره ددی لاری د قا نون د فیصلو هغه قا ضیان څه شول دنیکونو او پلرونو د تګلاری دعبرت د پیغام هیلي دا دلوړهمت غښتلي ننګیالی هغه زمریان څه شول دغلیم پرسرچه سپروه په جګړوکی ترهرچا وله غښتلی دغورځنګ په نوم ویا ړلی هغه ښه قهر ما نان څه شول په تصمیم او اراده به دا پاشلی وطن بیا سره را جوړکړو دجګړی نه چه پشیمانه دوطن په ګټه هغه طا لبان څه شول څومره خوارشولو برباد شولو نور څه وکړو نورزیه د وحدت او پیوستون د لاری مل هغه دوستان څه شو ل

لیکونکی: ولی محمد نورزی -
بېرته شاته