(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حالات

نه خو د ورځې شو وتی او نه د شپې د کوره دښمن مو څوک دی چا مو تاو کړلې لمبې د کوره مونږ ترهه ګرو په قبرونو کنستو ستړي کړو زمونږ به څومره اوځي نورې جنازې د کوره د بنګلې مه اوځئ بچو په کلي اور بليږي د خان خبرې ما پخپله اوريدې د کوره مونږ په خپل کور کې هم ژوندون ته په قلار نه پريدي په رڼا ورځ مې يوړې چا د وره تمبې د کوره اخير مونږ ځان ته پښتانه وايو راځئ راوځئ ته به تر څو زه به تر څو وهم نارې د کوره زمونږ د سر سودا دې کړې ده سالاره ښکاري په نيمه شپه چې شوې روانې قافلې د کوره د خداي په دين کې نه فتنې شته نه فساد شيخانو په دين کې مه جوړوئ نوې مسلې د کوره ورکړئ يو بل له پښتنو د ورورولۍ لاسونه د نفرتونو بتان مات کړئ د سينې د کوره مونږ مسافر خو د ژوندون په خوږو پوهه نه شو صابره مونږ تيرې بهر کړلې مودې د کوره

د کشمالي نوی ښکار انتخاب: حاجی فضل حکیم عندلیب -
بېرته شاته