(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اختر راغلی

د افغان کورته چه نن بیا ښکلی اختر راغلی په خپل موسم کی ځکه بیا ښه بختورراغلی په لوړ ږغ ناری وهي د خو شا لیو ډ ک دی د هر چا کور ته میلمه په سمه او غر راغلی اختر خو هلته بختور وی چه جګړی بندی شي د سولی هیلی چه را وړی بیا هغه نظر راغلی افغانه ویښ سه، نوره پریږده دا بد بخته جګړه په چل او فریب ګوره دښمن په لر او بر راغلی د ویراو غم ناری وهی، نن په سرو سترګو ژاړی افغان وطن ته چه نا څا په د لښکرو دا خبر راغلی دخپل هیواد اوخپلو خلکو،نیک مرغی غواړو مونږ افغان ولس ته که ریښتیا د سولی یو تود لمرراغلی د فر یادو نا ری وهم که می څوک ږغ واوری بیا د نورزی خیا ل ځکه په سوچ او تصور راغلی

-
بېرته شاته