(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پوهنمل نظری شعرونه تازه شول

پوهنمل محمود نظری

د نر لغته زموږ خاکي مداریانو اړولې پښه پر پښه په هر جرم، نفاق، تیری تیروي خپله تله دولس په کار يي شي لنډې لنډې پښې غزولي بزرګانو لکه لډرانو وازي پښې دا ګوډان شوټان پردو ودرول پر پښو ځکه مو باسې ټوله دنیا خاوره اوس د پښو ټولو په سیاسیت کې چپه اخیستې پښه ان کنکړ شیخ فانیان نه ټولوي خپله پښه هر یو د پیسو پسې لوڅی کړی خپلې پښې هغه یې ګټې چې واخلی د پښتون پسې پښې باسو د نورو په نغوته خاوره د یوبل د پښو ځکه ټوله دپردو خاوري شوی یو نن د پښو ولاړ دی برزګان موپردو ته په یوه پښه هر یو له خپل ټغره ډیره غځولی ده پښه ځیرک خوندی کوي له دې ځایه خپلې پښې پاک لمنی ټینګي بهرکې لګوي پښې ان ګاونډیانوموږ لاندې کړي یو تر پښو ځکه مشران مولویدلي دي له تر په دپښو دلته د ولس په ستونی ایښوول شوې ده پښه دوړنو امرانو هم په دې کارخرلې ده پښه هر شپږن ځان ټینګ کړی دیو داوګر په پښو هر یو د واک لپاره لویږی په پښو کې د پردو د افغانانو تڼاکې شوي د سولې پسې پښې نوځکه د خودغرضو مځکې ته نه رسی پښې له ټاکنو خر ختلی اوس د عام ولس پر پښه بیابه هیڅکله پر لوټه کېنږدی آسانه پښه په دی وطن نه ورځی اوس د لالهاندو پښې تر څو ولس وانخلی د ډبلیمارو پسې پښې وطن مو لاندې شوی دی د پساتیانو تر پښو کله به ولس دا خړوسان لاندې کړي تر پښو

پښه پر پښه اړول( بی پروا)،چپه پښه اخیستل( غلط کار کول)، ،پښه پر تيرول یا تله پر تېرول( ځان تیرول)، په پښو کي لوېدل (-عجز و زاری کول) ، پښه ټولول ( له کاره کرار کرار ځان ایستل)،پښي پسي ور اخيستل ( پر چا زورورکیدل )، پښي پسي لڅول ( د یو شی په لټه کیدل)،پښي خوندي کول ( ځان ایستل)، په يوه پښه ورته درېدل ( په راستی ورته کار کول)، تر پښو لاندي کول( خوار وزبون کول)، د پښو خاوري کښل ( چا ته زیان رسول)، دپښو خاوري کېدل ( تابع او، خادم کیدل)، دپښو له تر په لوېدل( ستړی او سپين زیری کیدل )، دپښو څخه لوېدل (- ستړی او ستومانه کیدل) ، پښه د خپل ټغر سره غزول ( خپل حد پیژندل )،پښي لنډي لنډي کېدل( له ویری پښې نه پر ورتلل)، پښي ټينگي لگول ( ډیر احیتاط کول)، پښي ټناکي کول ( هڅه کول او تیز تلل)، پښي ټکول ( ناری وهل، ژر کول)، پښي غزول (کار نه کول او لټ کیدل )، پر پښو درول ( دچا سره مادی مرسته کول)، پر ستونی لغته ایښول( ضر ر رسول)،، پښه خلاصېدل یاپښه نيول ( بهانه کول، چیری نه تلل) ، پښې مځکې ته نه رسېدل ( ډیر خوشاله کیدل )، پر پښه خرختل –( جهان دیده او مجرب شوی خلک )، پښه پر لوټه اېښول( په بی احیتاطی کار کول) ، پښې اخيستل ( تیز تګ او عجله کول )، پښې نه پر ورتلل( له خپګان چیری نه تلل) ، پښې خرل ( په یو شی اصرار یا څه نه کول ). کنکړ( مړاوی او پژمرده).

دواک لیوني سیاست بې څټه کړه ځنځیري لیونیان اټ او سټ يې کړل درانه افغانان یو اودس ورباندې تازه کوی لس پلا بل بمونه ورباندې شېندي بیګاه او سبا له سیاسته ګوډاګیانو پزه نیولې ده په هوا یوه اینه د تلویزیونونو په ځړولو یخوله په کېبلويې سم سیده ځوانان کږوله موچڼه يې په ښځو په شلاغو اصلوله بل سره غله وه چې راغله پر اوږه د امریکا له کبره رذیلانو پزه نیولې ده په هوا ولاړ وه ږیرې یې په لوېشت اندازه کوله لارې یې هر چیرې د لمانځه لپاره بندوله بیله لمانځه ،اودسه په بل څه نه پوهېدله ان هندویې نه ایله کوی بې لمانځه دوه پلا له سیاسته لنډه غرو پزه نیولې ده په هوا د ساز وسرد یې شو ناببره د پلار دښمنان یو یې سوځل پتې ، رادیوګاني او ټیپان بنديې کړل ټول د جنو هلکانو مکتبان بل شرعی چار عیبه ټالې څټي وه د امریکا له سیاسته سړیخورو پزه نیولی ده په هوا یوفوتبالځي ته یې ویل د کربلا میدان غازی ستودیم ځای شو د وژلو د انسان سکوښتل یې هر چیري د ځوانانو وېښتان بل اخترونه بدل کړه د کربلا په سبا له سیاسته اورګډوپزه نیولې ده په هوا یوه له خپلی ولکې جوړه کړ ه بندیخانه د هر ملا په جیب کې وه د یووزارت بودیجه د سپين کالیو ښه عزت شو او هم ډبډبه هغه بل د وطن د ورانولو لپاره وتړله ملا له سیاسته درغلګرو پزه نیولې ده په هوا یوه د هیواد ټولو دوتروته کولپونه واچوله له ورځي پنځه- لس لاسونه جراحي کېدله د ډاکترانو مخونه تور، تیمونه پر ځړیدله د امر او منکراتو امیرشو لیون حاله ګوډ ملا له سیاسته بدمخو پزه نیولی ده په هوا پتره کول نه وه ټوکر ټوکر کول وه د ټپ مرهم نه وه څېرل څېرل وه هر چیرې پوهانو ته لینګته اچول وه د هیواد یې کړه په دی کړو ماته ملا له سیاسته توپکمارو پزه نیولې ده په هوا ددین سپين عالمان تور جاسوسان شوه له یوه سره ټوله د شولمبو مچان شو ه هر کور ته غوږ نیولي شیطانان شوه په واده کې دریه وهل شوه په اوه مذهبه ناروا له سیاسته ټګانو پزه نیولی ده په هوا ښځې بندې شوې په کوروکي له بازاره هر ښځې بهر ته غوښت یو محرم بیکاره دښځو ، دوکاندار تر منځ ماشومان شوه واسطه غمچینه په لاس ګزمه کوله لیونی ګوډ ملا له سیاسته بدمخو پزه نیولی وه په هوا طالبان تر وزر لاندې نیولې وه پاکستان سیاست ملا نوکر کړ د ملعون شیطان هرچاته بلا شوه لنډه ږیره او وېښتان خلک لاس و خدای ته شوه په دعا له سیاسته چغلګرو پزه نیولې ده په هوا دبل په ساز نڅیدل کاشکې وای خپلواک خطا وتل طالبان چې بند یې کړل تریاک په لغته يي ووهه د مافیا تنخواه او خوراک ناببره غوټه پر ووهله د وسپنې الوتکې له هوا طالبان يې ورک تریاک یې کړه بیرته احیا د نیا افغانستان په زورله طالبانو وژغوره خپل يي په کښې وکړه موږ يې کړو اولنمره په تولید دتریاکو او په پسات کې دویم نمره امریکا داسې خلک راوستل بې شرم او حیا چې د بل لپاره ناڅي د ولس په واویلا دولس پزه تروه شوه بیا د پردو په راتلو بګیلان يي ولیده د هغو پر غاړو چېچو چې ایمان يې پلوری لکه ځړوکۍ په پېسو باغ بیرته حواله شو هغو تور کارغانو ته بیا چی د بل لپاره ناڅي بې پرتوګه هرسبا بیا په خپل کور کې خلک بندیان شوه په خپل کلی کي مهاجر او پردیان شوه ټول ځوانان هلکان مو نشه یان شوه ویل دیموکراسۍ ده یاني هر شی دي روا زنا، لواطت ، نشه، جاسوسی ،اوغلا د وطن لرګي سترګې بیا خپلواک شوه سپمولی کانونه مو د سپو خوراک شوه څه چې وه د هغو لخوا وڅټل پاک شوه یو افغان دلته بمبارد شو بل هلته اغوا دپسونو پر رمی چغال مقرر شو حکمروا پردی ننوتل بې خبره نیغ د خلکو په کورو ولس يي وتښتوه مخ په بیابان اوغرو ماړه شول وږي مارغان په غوښو د سړو د ا خ او وای نارې شوی له هرې خوا کاشکې اورېدای دا نارې دا کڼې دنیا ملامت څوک نه دی وروره بیله ما او تا چې مومشران بریتونه تاوی دبل په ښوروا هر یو یویو یرغلګر را تناووي له یوې خوا ورته لاسونه پړک وو بې خبره ما او تا ورته وایو د مور شیدی دی شه ماما پام چې هغوی یوه لوټه نه پریږدي د مکان هر شی ګردي کوی او ځغلوي یې لکه ګونګتان اوس يي تجارت شوی دی پلورل دانسان هر یو یې منډه وهي دګټې پسې هره خوا په تسبود لا اله پر ځای وای کومه ده غلا پام چې یو يې نسوار نه پرېږدي په ښازه د طالب په نامه د خلکو پرې کوی کلپوره هر چا خپله هغې نیولې ده په لاسو ټینګه له ډاره هر بوشه خره ته وایې آغا ماما چې خدای نه کړه وانه وړي په کومه بلا هغو ی ټول اوس ځانونه ګڼي اولیا په دومره صفت چې کړی دی ما اوتا یو نشته چې ورته وایي سپين رښتیا چې ځغله دووسه نور مه ګوره تر شا داغټو تورو ګوتو ته وګوره یو وار زما

کنایي لاس پوڅي( لاس ناستی)،اټ او سټ کیدل ( مړه او تباه کیدل)؛پزه په هوانیول( مغروریدل)، لنګته اچول(ګټه اخیستل)؛خپل رزق په لغته وهل(خپله ګټه په لغته وهل)؛غوټه وهل( حمله)؛خپله پکښې کول(خپل مقصد په غلا حاصلول)؛ وچ سترګی ( بی حیا ).

طنز - اختر ی اسلام علیکم اختر دی مبارک شه ! لمونځ روژی قبول دی عبادت شه د شهید ورور دی ځای جنت شه پراولادویې دخدای رحمت شه پر قاتل یې د خدای غضب شه د افغانانو شوه ټول وران کورونه پر کورو یې لویږی یوتنی بمونه په ماجدوکې یې ښخیږی مینونه مبارک دی دا آزادی اوعزت شه اسلام علیکم اختر دی مبارک شه ! میچنې څرخی پر سر د افغان په کلیو د مرمیو شرپ دی باران نذرکیږی هره ورځ ښځې ماشومان د افغان له تروره لاس واخله ځیرک شه اسلام علیکم اختر دی مبارک شه ! دلته اوسیږي اصلي مسلمانان نه منی پر مسلمان د خدای احسان د پسه پر ځای نذر وی هر ورځ افغان د بیګناه له وژلو تیر چټک شه اسلام علیکم اختر دی مبارک شه ! دبی ګناه وژل دی په سزا د ټول جهان په مین مه ټوټه ټوټه کوه غوښه دافغان په لږو پیسو مه پلوره خپل ایمان د افغانانو د وژلو لاس په سر شه اسلام علیکم مبارک دی اختر شه! اختر دی خو خوشالی يې نشته لمر دی خو روښنايي يي نشته هره ورځ اختری دی معطلي یې نشته لږ سوچ وکړه سم له د ینه خبر شه اسلام علیکم مبارک دی اختر شه ! دمسلمانانوخدای نه قبولوی قرباني چې هر چیري بی ګناه افغانان وژني اختره ! کله به را شی زموږ ته واقعي چې موږ ته په سترګه ونه کتل شی د پسه اسلام علیکم اختر دی مبارک شه !

-
بېرته شاته