(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مورې

څــومــره خوږه يې مورې ډېـــره درنــه يــــې مـورې د زړه ټـــوټــه يـــې مورې واخ! پـښـتـنه يې مورې له ډېــــرې مــــيــنې وايم خـــــبـــرې ســپينې وايم د ژوند نغـــمه يې مورې واخ! پـښتنه يـې مورې مـــــورې چــــې تـاووينم نــــړۍ زيــــبــا وويـــــنــم ښکلې شــېبه يې مورې واخ! پــښتنه يې مورې تياره تياره وي ژوندون يــم د رڼـــــا پـــــه لـــــټون بــله ډيـــــــوه يـې مــورې واخ! پــښـتنه يې مورې مــــورې دعا دې غـــواړم ښـکلې دنـيــا دې غواړم ښـکلې شـيبه يې مورې واخ! پــښتنه يې مورې مـــــورې رايـــاده شولې زړه کـــې آبــــاده شـولې هــره لـــحـظه يـې مورې واخ! پـښتنه يې مورې مورې قـــربان دې شمه ســتا په ايمان دې شمه د زړه قــطره يـې مــورې واخ! پښتنه يې مـورې
رفيع الله ستانګزی د کابل دښوونې او روزنې پوهنتون [email protected] د ګرځنده لرغږي شمېره: 0700308908 -
بېرته شاته