(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

راشه غیږ رانه چاپیره که جانانه پټه مېنه دې برسیره که جانانه دا منم چې زه له حده وم تېر شوی خو ته دا خبره هیره که جانانه څه دې ویل خو څه دې ونه ویل چپ شوې څه خبر دې په زړه تیره که جانانه ؟ لویه لار او ستا له وره اشارتونه خلک ګوري لږه ویره که جانانه چې خفه شې او زر بیرته راپخلا شی دغه مېنه دې راډیره که جانانه

-
بېرته شاته